اېران: د ملګرو ملتونو نوى بنديز به غير قانوني وي

34 | مې 20th, 2010


د اېران حکومت پر دغه هيواد د ملګرومتلونو له خواد نوي لګېدونکي بنديز په هکله وويل، چي د امريکا له خوا دغه نوى پرېکړه ليک چي په امنيت شورا کي تر بحث لاندي دئ قانوني مشروعيت نه لري.
امريکا پر اېران د نويو بنديزونو د لګولو يو پرېکړه ليک د پنځه جمع يو رايو د ترلاسه کولو په خاطر د ملګرو متلونو د امنيت شورا ته وړاندي کړى دئ، چي که اېران د اټومي پروګرام له پياوړتيا څخه لاس په سر نسي نوي بنديزونه به پر ولګېږي.
په دې تړون کي د اېران پر بانکي سيسټم، صناعت او هوايي شرکتونو د بنديزونو لګول شامل سوي دي.
پر اېران د نويو بنديزونو تړون عيناً په هغه ورځ تيار سو، چي اېران د برازيل او ترکيې هيوادونو په منځګړتوب دې ته تيار سو چي خپل ٨٠ فيصده يورانيم به ترکيې ته د پخولو دپاره ولېږدوي.

Copyright Larawbar 2007-2024