په افغانستان کې راډيويې خپرونو لنډ بهير ته ځغلنده کتنه!

د لراوبر اداره | مې 19th, 2010


د غازی امان ا لله خان د واکمنې په دوره کې ښا غلې عطا ا لله خان د راديو او تخنيک په برخه کې د زده کړې له پاره آلمان واستول شوه . کله چې په « ۱۳۰۵ هه  ل » کال بيرته هيواد ته راستون شو د راډيو لا ستون « دستګاه »او څو تنه آلما نی څانګيز پوهان هم ورسره وو ، او په « ۱۳۰۶ هه ل کال » کې دا لاستون د لومړې ځل له پاره په کابل کې په کوټه لندنی کې نصب او انتن يې د نوموړۍ کوټې په چمن کې ودرول شوه ، لمړۍ سندرغاړي يې استاد قاسم ، استاد غلام حسين ، استاد نتو ، قربان علی ربابی او څو تنه نور وو . لومړې وياند يې غلام سرور ګويا وه . ددي راډيو موسسه د کورنيو چارو د وزارت سره تړلي وه چې په شپه او ورځ کې دوه ساعته خپرونې درلودلي ، دې موسسې يو تن امر ، اته تنه ادارې مامورين ، اته تنه تخنيکې مامورين ، دوه تنه خپرندويه مامورين او درې تنه مستخدمين يې درلودل .

په ۱۳۱۴ کال کې د وزيرانو غونډيې پريکړه وکړه  د راډيو د منځنې څپې د تر لاسه کولو له پاره يې يو مليون او ۶۶۵ زره افغانۍ منظورې کړلي او بيا د رانيولو پريکړه يې د اقتصاد د وزير ښاغلې عبد المجيد زابلی او د آلمان د حکومت تر منځ لاسليک شوه . دا مهال سرور خان ګويا د مطبوعاتو د مستقل رياست په هډوانه ( چوکاټ )  کې د راديو د مدير په توګه وټاکل شوه ، په همدې وخت په کابل کې د راډيويې خپرونو لپاره يو فنی او تخنيکې کورس جوړ چې ۴۵ تنه زده کونکې يې درلودل د بروډکاسټ د مرکز د ودانې کار د تيلګراف د لوې لاستون تر څنګ په « يکه توت » کې او د مرکزی ستوډيوګانو کارپه باغ عمومی کې پيل شو ددې تر څنګ په ولاياتو او لويو والسواليو کې د ودانيو کارونه پيل شول . د ۱۳۱۸ ه ل کال په عقرب کې د تړلو ( مونتاژ ) کار شروع شو او ۱۳۱۹ ه ل کال د وږې د مياشتې په نيمايې کې نوموړې لاستون يا دستګاه خپلې ازميښتې خپرونې پيل کړي چې ورسته بيا په ۱۳۲۰ ه ل کال د ورې په لومړې نيټه د پوهنې د وزير سردار محمد نعيم خان لخوا په رسمی بڼه پرانستل شوه ، چې پدې وخت کې راډيو څلور ساعته خپرونې درلودلي .

په ۱۳۳۷ هه ل کال کې د لنډوڅپو(۱۱) کيلو واټه لاستون واخیستل شو او په ۱۳۳۸ هه ل کال کې ۵۰ کيلو واټه لاستون فعال شوه او د همدې کال په اوږدو کې د راډيو د بهرنيو خپرونو اداره لوی مديرت ته لوړه شوه چې دا وخت انګريزې ، پرانسوي ، عربې او په اوردو ژبو خپرونې کيدلې . په( ۱۳۴۰) هه ل کال د راډيو خپرونې  په« ۲۴ » ساعتونو کې دولس نيمو ساعتو ته لوړې شوي او په همدې مهال د کابل راډيو نوم په ( راډيو افغانستان )واړول شوه .

په (۱۳۴۵ )  هه ل کال راډيو د ورځې ۱۴ ساعته خپرونې درلودلي او د باندينو خپرونو په لړ کې په روسيې او جرمنی ژبو هم خپرونې پيل شوی وي چې په ۱۳۴۶ کال کې خپرونې تر ۱۵ ساعتو ورسیدي او ۷۵ جلا جلا خپرونې يې درلودلي .

د سردار محمد داودخان له کودتا « ۱۳۵۲ ل » کال د سرطان ۲۶ مه ورسته د راډيو افغانستان په خپرونو کې لږ ډير بدلونونه رامنځته شول دا وخت راډيو افغانستان د آريانا افغانستان د ملی راډيو تلويزون په چوکاټ کې خپل کارنتيا پيل کړ خو کله چې د ټلويزون لاستون په  «۱۳۵۶ ل » کال په خپرونو پيل وکړ د راډيو خپرونې يې يو څه متاثري کړي دا ځکه چې راډيو ته پاملرنه تر ټلويزون کمه شوه .

په « ۱۳۵۷ هه ل » کال د ثور د کودتا ورسته د راډيو په پرګرامونو کې بشپړ بدلون د راډيو په ټولو برخو کې رامنځ ته شو ډيري خپرونې د وخت حکومت د ځان په ګټه اړولي وي .دا وخت د خپرونو منځ پانګه په بشپړه توګه د ثور د اوښتون په باب تبليغاتو ته ځانګړي کړي وي . کله چې په « ۱۳۷۱ هه ل » کال کې د مجاهيدنيو حکومت جوړ شو دوي هم ډيرو پرګراموته بدلون ورکړ په دي دوره کې د دينی اصولو او شرعی مسايلو په باب خپرونې ډيري شوی او تر هغه وخته پورې يې دوام وکړ ترڅو د طالبانو واکمنې رامنځ ته شوه چې د طالبانو په دوره کې د راډيو افغانستان نوم په ( شريعت غږ ) راډيو واړول شو د راډيو په ټولو خپرونو کې هر اړخيز بدلون رامنځ ته شو د موسيقې ځای يې موزيکه سندريزو دينی او حماسی ترانو ونيو.

ماخذ ونه :  سير ژورناليزم در افغانستان : پوهاند آهنګ کابل
افغانستان فردا (( د ژورناليزم سمينار ۱۳۶۹ هه ل
د تاريخی ټولنې کتابونه ، حبيب الله رفيع ، کابل

»

Copyright Larawbar 2007-2024