کور / شعر / جنګ ودروئ

جنګ ودروئ

د فرانکويس رابرټ په نوم يوه امريکايي رسام د جنګ او زور زياتي د غندلو او د جګړو له پايلو څخه د بشر د خبرولو په خاطر د انسان له هډکو څخه د وسلو انځورونه جوړ کړي دي.
فرانکويس رابرټ دغو عکسونو ته د جنګ ودورئ يا Stop the Violence سرليک ورکړئ، چي له امله يې په امريکا کي د لوسي په نوم يوه مشهوره جايزه هم په تر لاسه کړه.




جنګ او صلحه
دنجیب الله هوتکي ليکنه

 سلام پر هغو زړونو چی د زړونو پر هر مملکت يې د جنګ بیرغ تر څنګ د صلحی بیرغونه هم د رپېدو په رپا رپیږي.
جنګ
جنګ دی چي د پلار ککرۍ زوی ماتوي او د زوی ککرۍ په پلار ماتیزي.
هغه چي څوک له قصرونو، څوک له مالونو او څوک هم له باغونو خلاص کړي
هغه چي کلي په هدیرو بدلوي خو څه پاته کلي يې د دوږخ به څېرو دوږخ دوږخ ښکاریږي.
هغه چي د دوږخ شانته اور يې هم هندوان هم عیسویان او هم مسلمانان سوځوي
هغه چي مسجد يې هم د عقدو به بتخانه بدل بدل ښکاریږي
هغه چي د زور خاوندان يې دخدايۍ په دعوه لکه فرعون دعوه دعوه سي
هغه چي بې وسه ورته ټول په مریانو بدل سي
هغه چي خندا د ژړا په انګولا بدلوي
هغه چي نه يې شېخ، نه يې ملا، نه يې کافر معلومیږي
هغه چی د حکم له مخي هم پکښي تورات، هم انجیل او هم فرقان په ورکېدلو ورک سی
هوکې! هغه چي کرکه زېږوي او کرکه بیا په انسان کي انسان له منځه وړي
هوکې! د همداسي حالت په حال کی حال حال پاته یو او د سر د سترګو په کتو يې کاته کړو او د یوې داسی جګړې په جګړه جګړه پاته یو چي نورو ته مو د کشمیرونو تر څنګ هر څه په ګټلو وګټل خو د ځانونو لپاره مو له نیکونو راپاته کلاګاني په هدیرو هدیره سوې، داسی هدیرې چي د ځینو لپاره يې د قبرونو قبر هم نه په ځواني او نه هم په خیرات د نصیبونو نصیب سو بلکه د پټ بیابان د لیوانو او چغالانو د خوراکونو په خوراک،  خوراک خوراک و ګرځېدل.
هوکې! د همداسي جنګ په جنګ جنګیان پاته یو، خو آه! د جنګ جنګیانو!
راځئ چی د خپل حق د اخیستلو د جګړې په جګړه سو او د خپلو ځانونو و ځانته د جنګ په جنګ سو څو د جنګ په برکت مو هر څه زموږ د ګټو په ګټه بدل سي.
هوکې! موږ د جګړې د انکار په انکار نه یو خو د حق جګړه، هغه جګړه چی د نتیجې نتیجه يې زموږ د وړو او زړو لپاره د عظمتونو په عظمت بدله سي او د فتوحاتو هره فتحه مو د مکې د فتحی به څېر مکه مکه ښکاره سي خو دغه تر منځ جګړه مو نن په هغه جګړه په بدلېدو بدله ده چی هم ئې له سړیو، هم ئې له هستیو خلاص کړو، هغه جګړه سوه چی څوک ئې له لاسونو، څوک ئې له پښو، څوک ئې له زړونو، څوک ئې له سترګو او څوک ئې هم له سرونو خلاص کړل.
هوکې! نو راځئ چی د ځانونو لپاره د ځان په جګړه سو او یا د صلحی په نوم په هغه صلحه بدل سو چي الله به ئې د ږغ په ږغ تر ابده په ږغ پاته وي، هغه چي فرمائي: الصلح خیر
هوکې! د صلحي دا صلحه به هغه وخت په رسېدو د صلحی تر منزله رارسي چی موږ د یعقوب د اولادې په څېر د سلامتو تر خولې د (لا تثریب علیکم الیوم) چیغي د زړونو له خولو څخه خوله خوله په اخلاص راوزي او د ملامتو له خولو څخه د (تاالله لقد اثرک الله علینا و ان کنا لخطین) چیغي د محشرونو په محشر محشر سي.
نو کله چي د حالتونو داسي حالت د نصیبونو نصیب سي، بوټی خو څه چي د کاڼو هر کاڼی به د  دې کاله هر کلیوال ته د امان په حجرالاسود بدل سي، هرکلی به مو د جنت فردوس په څېر فردوس فردوس وګرځي او د جنت هر جنتي به ئې د انسانیت و هر انسان ته د امام په څېر په امام امام بدل سي. نو راځئ چی د هغي صلحي په صلحه بدل سو کوم چي د غیر مسلمو سره ئې هم د ثوابونو ثواب پروت دی او د خپلو وروڼو تر منځ خو ئې په کولو هر یوه ته فردوس جنت د قبالې په قباله رسیږي.
هوکې! راځئ د خدای او د هغه د مظلوم مخلوق په خاطر د صلحي همداسي صلحه وکړو.
نو که چیري صلحه نه وي نو بیا خو د ځانونو لپاره د ځان په جنګ سئ نو که نه دا کوئ او نه هغه، څه مو د هوسونو، څه مو د چوکیو، څه مو د کرکو او څه مو هم د تبعیضونو د بندګۍ په بندګي پاتیږي نو د خپلو غوږونو پر هر غوږ مو په امانت دغه مانتي چیغه واري چی:
موږ ابراهیمي ملت یو او هر یو به مو د ابراهیم په څېر دغه د بل په لاس ولاړ بتان د خپل دین، ایمان او هوډ په جذبه په ماتېدلو مات کړي، نه به ئې د زندان او نه به ئې د دوږخي اورونو د پروا په پروا سي، څه به مو په نیل کي غرق او څه به مو په کعصف ماکول بدل سي. انشا، الله
نجیب الله هوتکي- کندهار
۹. ۳. ۱۳۸۹


 


 


جنګه ستا خريدار نه يو
زرلښته حفيظ
دشلم پيړۍ غميزوکې پيدا شوم
يوشتم پيړۍ کې لاهم په سلګو يم

ديوسولې دراتلو په ارمان ولاړل
جنګه ستاله ناکردو نه په ګيلو يم

خوږ وطن مودمرګونوقتلګاه شو
داجلاد جلادوختو ته په زارو يم

جنګه ته مو دخيالونو جانان نه يي
مونږدسولې دراتګ خريداران يو

ته هم ولاړ شه ټوپکي ياران دي يوسه
مونږد مينې د وختونو ليونيان يو

دا وطن ته د خوبونو جانان غواړو
جنګه ستادلاسه تل فغان فغان يو

دحفيظ د ليونۍ مينې ارمان ته
مونږ دسولې دراتګ تږې مارغان يو