بغلان: وسلوالوطالبانو دتيلوټانکر او اکمالاتي لارۍ وتښتولې

د لراوبر اداره | جون 2nd, 2010


تيره ورځ شاوخوا 7 بجې وسلوالوطالبانو دمزارنه بغلان ته په لاره دتيلويوټانکراويوهينوموټر دبغلان مرکزپلخمرې دسره کوتل په سيمه کې ګرځولي اوله ځانه سره يي وړي دي .

دبغلان ولايت دامنيت يوتن چارواکې دنوم دنه ښوولوپه شرط ويب پاڼې ته وويل چې تيره ورځ نږدي اووه بجې دپلخمرې دسره کوتل په سيمه کې د دولت ضد وسلوالو دتيلوپه ټانکروسلوال بريد وکړچې وروسته يي يوپه تيلوبارټانکراويوهينوموټرچې دهغه په وينا خالې وو له ځانه سره يوړچې دامهال هم دهغوې په ولکه کې دي .

هغه وويل چې پوليس يي په لټه کې دي ژرده چې تښتول شوي موټران دهغوې له پنجوراخلاص کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024