کور / نثر / خدايه خير

خدايه خير

له بدبدترئي توبه دافغانستان شريف خلک دوکيلانو زړي شوراوخوړل اوتباه ئي کړل ٠ټوله ورځ وکيلان سرګردانه لالهانده په وزارتونوکي ګرځي اودلالي کوي بيکاره اونااهله خلک مقرره وي اورشوت تري اخلي په شوراکي به په مياشتو مياشتو غير حاضروه تنخواه به ئي پوره حواله کيده ٠
دشوراريس نه پوهيږم قانوني وه اوکه غيري قانوني وه اداري مديرئي باالکل غيري قانوني ده داپدي دليل چي وکيل به شوراته نه راتللو په حاضري کي به حاضر وه تنخواه به ئي حواله کيده اودچوب خطي قانون چليده دچوب خطي قانون داسي ده چي نفروظيفي ته نه راځي تنخواه ئي پوره حواله کيږي اوبيا هغه دتنخواه پيسي دريس ،اداري مدير اوهغه وکيل چي چوب خطي ده په منځ کي مساي تقسيميږي ٠ژبني منطقوي اورنګارنګ تعصبونه ټول په شوراکي دي دايوه دوکيلانو شورا نه بلکه ددلالانو شوراده دزړي شوراوکيلان بياهم يوتعداد ښه وه پدي نوي شوراکي تولوهغو خلکو ځانونه کانديد کړيدي چي هغو ي ددارنه تښتيدلي دي چارصدوبيست دي ياپه بله اصطلاح پدر ازاره اومادر ازاره دي اودحکومت نه په بدنوم شړل شويدي دخپل انتقام داخيستو دپاره دوکيلانوشوراته راځي په شوراکي به بيالنډه غروکيلان يوبل سره غيږي نيسي اوداوبوپه بوتلونه به واريږي پره دي ناموس ته به سپکي سپوري کيږي چي دوکيلانو په شوراکي پره دي ناموس ته سپکي وويل شي بيرون څه ګيله ده ٠ نوي کانديدوکيلان
ډيري پيسي اوډيري سلاحوي لري دپيسواودسلاح دتهديد په زور به حتمي وکيل شي٠ددي نوي شورا وکيلان به بيا درشوت پړانګان وي منډي رامنډي به وهي دلالي اوقاچاق به کوي ٠ اودحکومتي موټرپه واسطه به قاچاق انتقالوي اومغروربه وي چي زه دخلکو وکيل يم اودا ادعابه کوي که زه بد سړي وي ولي خلکو رايه راکوله زه ښه سړي يم چي خلکو رايه راکړيده ٠بيا دي کرزي هم ورته تينګ شي په پخواني شورابه شکر وباسي هغه دکفن کش قصه به شي اودزړي شورا هغه لويو خامارانو بيا ځانونه کانديد کړيدي هغوي چي ډيري پيسي لري ٠ پخوا دومره څوک نه پوهيده چي کانديد وزيران دومره غټ رشوتونه دتحفي په نوم دوکيلانو کورونوته استوي اوياچه کله وکيل وزارت ته ننوځي وزير لوي دروازي ته دپذيرائي دپاره دوکيل مخي ته راځي اولاس په سينه ورته ولاړوي ٠اوغږکوي چي امرکوه صاحب څه خد مت دي ؟څوک مقرره وي؟ راکړه عريضه ډير ژر به مقررشي تابعداريم صاحب ٠
پخوابه تلويزون اوراډيوکي تمثيلي پارچي وي حاجي کامران اونورو ملکرو به ئي رشوتخواره رسوا کول اوتمثيلونه به ئي کول اوس هغه تمثيلونه هم نشته ميدان شغالي دي نوځکه ما عنوان وليکه چي خدايه خير