کور / هراړخیز / حساسیت (Allergy)

حساسیت (Allergy)

ژباړه دیوې المانۍ روغتیائي مجلې څخه!
د حساسیت نښي (Symptom) څرنګه چې د حساسیت راپارونکي توکي او د هغه ډولونه  ډېر دي، نو په دغه رنګه ئي هم نښي  ډېر دي . دتنفسي حساسیت څخه ړومبی  پزه او سترګي تر اغیزه لاندي راځي . په ځانګړې توګه حساسیت لرل د : ګلانو او وښو دګرز، په کور کي «دوړه» او  یا د ژوو سره حساسیت، چې لامل ئي :
* خارښت، سوی او سورواله د سترګو دي
*ترچل
 * د پزي بندېده
 * دپزي بهېده
که د حساسیت نښه یوازي په یو ټاکلي موسم کي رابرسېره کېده نو تر ډېره پوري  ناروغی حساسیتي زکام لري .  که ناروغي  ټول کال حساسیت  در لود، نو حساسیت ئي  په   دړو او ګرز پوري دکور اړه لري .
د مښتلو حساسیت یا «الرژي » تر ډېره ځایه پوټکی سورواله پیداکوي او کاه کوي . سربېره پر دې کېدای سي، چې    پر پوټکي تڼاکي را وخیژي  اوپوټکی  وپړسیږي .
د خوراکي توګو دحساسیت  څخه خواګرځېده، دنس خوږيده، اسهال (چل) را پیداکېږي . په ځیني مهال کي هم کېداسي، چې د پوټکي ټوپلي را پیداکړي .  د درملو حساسیت او یا د زهري حشراتو حساسیت کيداسي، چې ډول ډول شکایتونه را وپاره وي .  په ځانګړي توګه ئي نښي دادي . لکه : د پوټکي عکس العمل ښوول، خولې کول، سر څرخېدنه، په ځان نه پوهېده، خواګرځېده، دلندو  پوټوکو پاړسوب او  د وینو دجرایان خرابیده .
مرسته او درمل د حساسیت په وړاندي :
که څه هم په هر درملتون کي د حساسیت په وړاندي درمل سته او بېله نسخې ئي هم درملتونوالا ورکوي؛ خو ښه به دا وي، چې ناروغی د یو حساسیت طبیب (Allergolog) ته ورسي .
دغه « الرګولوګ » د ناروغي پر پوټکي باندي ازموینه کوي . چې دا ازموینه د ډول ډول ګلانو او وښود ګرز شیره ده،   چې پر پوټکي باندي ئي اچوي او پوټکی لږ خوږه وي چې داشیره د پوټکي دننه سره اړه پیدا کړي؛ تر یو څو شېبو وروسته نو بیا د پوټکي سورواله او څه لږ پاړسوب  که د یوه ګرز سره حساسیت وو، ښیي، چې ناروغی له کوم ګرز سره حساسیت لري . او یا د خوراکي توکو له کوم ډوله سره حساسیت لري او یا د کور د دوړو او کرز سره حساس دی . هر کله چې ناروغی په ځان پوه سو، چې له کوم شي سره حساس دی نو له هغه سره احتیاط کوي .
په صنعتي او تخنیکي نړۍ کي د ګلانو او وښو د ګرز لپاره یو سم مهال وېش سته، چې کوم ګلان او کوم واښه په کومي میاشتي کي ګرز ډېر هوا ته لېږي دا په ځانګړې توګه د هغه کسانو لپاره ئي کوي، چې حساسیت لري . نو دغه کسان چې حساسیت د ګرزو سره لري د مهال وېش د مهال سره سم د ګرزو سره احتیاط کوي .