کور / راپور / هلمند : د شهيد عبدالصمد روحاني دوهم تلين ونمانځل سو

هلمند : د شهيد عبدالصمد روحاني دوهم تلين ونمانځل سو

دوژل شوي افغان خبريال عبدالصمد روحاني په دوهم تلين غونډه كي دهغه دقاتلينو دنيولو غوښتنه وشوه.

 په هلمندكې دوژل سوي افغان خبريال عبدالصمدروحاني دوهم تلين په داسي حال كي لمانځل كيږي چي لايې دوژني لاملين ندي نيول سوي .
 دغه خبريال دوه كاله وړاندي په مرموز ډول ووژل سو او مړى يې لښکرګاه ته څيرمه دبولان په هديره کي يوه ورځ وروسته وموندل سوو، خو تر دي مهال يې د وژني په تور څوك ندي نيول سوي خو كورنۍ او خبريالان يې دقاتلينو دنيولو غوښتنه كوي .




 دغه تلين غونډه چي دهلمند د ژورنالستانو لخوا د ولايت دغونډو په تالار کي جوړه سوې وه دهلمندوالي په ګډون لسګونو فرهنګپالو، ژورناليستانو ،قومي مشرانو ددولتي ادارو ريسانو ګډون كړى وو.




 دغونډي ټولو كډونوالو او د روحاني دكورنۍ غړو له دولتي چارواكو دهغه دقاتلينو دنيولو او سزا ورکولوغوښتنه وكړه.




 دروحاني پلار مولوي دوست محمد تر غونډي وروسته خبريالانو ته وويل (( زه دروحاني د قاتلينو نيول او هغوى ته سزا وركول غواړم چي له دي سره به زموږ غم يو څه راكم سي)).




 دده په وينا چې ددې ترڅنګ له دولت او هغه رسينو څخه چې روحاني ورسره كار كاوه مالي مرسته غواړم ځكه زموږ دګټي وټي سړى روحاني و.




 دروحاني پلار زياته كړه چې زه خپله دكار او ګټي نه يم او نور زامن مي هم ياخو بيكاره او يا ماشو مان دي .
 دوژل شوي عبدالصمد روحاني ورور حضرت محمد (محمدي ) چي له خبريالانو سره يې خبري کولې وويل ((دهلمند والي محمدګلاب منګل يوه نمره مځکه دكور لپاره دروحاني ماشومانو ته وركړې هغه موږ ته يوازي دسرپنا لپاره ښۀ ده ولي د ډوډۍ جامو او نورو اړتياوو رفع کولو په برخه كي مرسته نشي كولاى.))
 نوموړي د پژواك او بي ، بي ، سي ، د دفتر له مسولينو څخه په كلكه غوښتنه وكړه چي په دولت فشار كښيږدي تر څو دروحاني دوسيه يو ځل بيا له سره وڅيړي او دقتل عاملين يې پيد ا كړي .
 خودهلمندوالي چي جوړسوي غونډي ته يې ويناكوله دا ومنله چې دقاتلينودنيولوپه برخه كې گړندۍ هڅې نه دي ترسره سوي اوپړه يې پر كشفي او امنيتي ارگانونو واچوله چې گواكي په دې برخه كې يې خپلې چارې سمي نه دي ترسره كړي.
 دده په ويناچي تردې مهاله دكشفي او امنيتي ارگانونو لخوا ورته په دې اړه هيڅ ډول معلومات چې دقاتلينودنيولوپه برخه كې مرسته وكړي ندي وركړل سوي.
 والي دروحاني دمرګ پړه دمخدره توكو پر كار باريانو ، په فساد او اختلاص كي ورګډو كسانو پر غاړه واچول.
 والي وويل هغه وخت چي روحاني په قتل ورسيدى د ده د ماموريت يوازي دوه مياشتي تيري سوي وې او کشفي اداره ډيره ناتوانه او کمزوره وه .
 په غونډه كي بيلابيلو كسانو وينا وي وكړې او ټولو له دولت څخه دهغه دقاتلينو دنيولو غوښتنه وكړه دتلين په غونډه كي دقران كريم ختم ، له بيلابيلو رسنيو څخه پيغامونه او مرثيه شعرونه هم چي روحاني ته ځانګړي سوي وه وويل سوه.
 روحاني د مور، پلار ، تر څنګ له هغه څخه څلور وړونه خويندي ، دوه مير مني ، دوه زامن او يوه لور پاته دي .