تیر وخــتونـــــه

سعيد لودين | مې 26th, 2010


څه حالات موپه وطن دي چې تيريږي
ځوانې هيلې ارمــانونـــه مـو ژړيــږي

څه وختونه فرصتونه په تلو تلو دي
زموږهيلې اميدونــه پــه سلګو دي

اوسيده په يو مالت کې ښکلې ځوان
وه قانع په خپل قسمت په خپل ګذران

شپه اوورځ ئې په زحمت اومز دوري وه
کــر د ځمــکې د نيکو يــې غريبــي وه

وه خوشاله خپل مالــت کې دغه ځوان
هم راضي په سخاوت دپاک سبحان

بد حـــالاتو د وطــــنه مســــاپـــر کړ
دي نــــاخوالو د کلــــونو مهاجــر کړ

شپې او ورځې تيريدی مياشې کلونه
ورپه زړه شو د وطــن خـواږه وخـتونه

هغه کلی هـا ښايسته باغ او ګلز اربيا
د شنيليو او ګلونو نــــو بها ربيـا

يادول يــې شپه او ورځ خــپل وطنونه
د مالت هغــه شيبې خـــواږه يادونــــه

ویل چې خدايه خپل ملکونه مې ياديږي
د وطن شنه شنـه فصلونه مې یــــادیږي

څومره ښکلې څه ښایسته کلي بانډې دي
جــــم او جـــوش دبـــازارونو مې یادیږي

د ودونــــو او دودونــــــــو رواجــــونــــو
ها دیرې ها مــجــلسونــــه مـــې یادیږي

د پی مــــخو ښکلو پیغلوبیر او بارکې
هغــــه لــوی لــوی زیارتونه مې یادیږي

پــــه اختر کــې د ځـــوانانو ډلـــې ډلې
هــــامیلې او اټــــنونــــه مـې یادیـــږي

د چــــینی نه د اوبو منګــــی په سر کـې
ها د پیــــغلو کتــــارونه مـــې یــــادیږي

رنګ پــه رنګ ښکلې جامې د طاعتونو
په مسجد کې ښه وعـــذونه مې یادیږي

مــــړ اوبــــل داوربــــلـکــــو الــوتــــنې
د بــــامــــو د ســـر خــوبونه مې یادیږي

یــــادول یــې زیــــاتــوي د زړه دردونه
افغاني هـــا تیر وخــتونـــــه مې یادیږي

خدای بـــه مـــې بيا مـــالـــت تـــه بوزې
زمـــا يـــاديږې د غنـــمو ګـــډ لـــوونه

هـــغــه بـــه څـــومره خــوږه سـاعت وي
چې دماهيپر په تنـګی بيا کابل ته ځمه

کابـــلـــه زړه مـــې پـــه تـــا ښـــاد شو
چې دماهيپر په غاښي ورو ورودرختمه

خـــدای بـــه مې بيا وطــن تـــه بــوځــې
ماته د کلي ځـــوړاوځـــوان دعا کوينه

Copyright Larawbar 2007-2024