کور / تازه خبرونه / د جنوري مياشت پر لر افغان اولس سخته تيره شوه

د جنوري مياشت پر لر افغان اولس سخته تيره شوه

پيښور

دنوى كال 2008 ړومبۍ مياشت جنورى په لر افغانستان او خصوصى توګه د پښتونخوا په ايالت کي په اولس سخته تيره شوه چې په كښې لوې لوې پيښې مخې ته راغلې په نهمه جنورۍ دپيښورهائى كورټ سينئر وكيل عبدالبارى ووژل شو او دده ځوئ بونګه كړيشو په لسمه جنورۍ لاهورهائى كورټ نه بهرځانمرګى بريدكښې د19 پوليسوسره 23 كسان مړهْ شول په دغه ورځ پيښوركښې داآ اين پى دفتر اوسنوكركلب كښې چاودنې وشوې دغه شان دپيښورمرزاقاسم بيګ امام باړه كښې چاودنه وشوه قبائيلى سيموكښې په سوونوعسكريت خوښى اوامنيتى اهلكارمړهْ شول كراچۍ كښې چاودنه وشوه دپيښورهائى كورټ چيف جسټس طلعت قيوم قريشى مړشو اودمومندايجنسۍ قبائيلى مشر ووژل شو . د يادوني وړ ده چي په دې مياشت کي د لاهور ، اسلام اباد او کراچي په ګډون په ځينو پاکستاني سيمو کي هم مرګوني پېښي وشوې.