کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان ولسي جرګۍ ته پرانستې ليک

د افغانستان ولسي جرګۍ ته پرانستې ليک

 
د ولسي جرګۍ ښاغلو اواغلو د ولس استاذو!



هيله لرم چه  دا ليک په پوره ژور سوچ  او اند ولولی . تاسو چه د خپل  بيچاره ولس په هوډ او يا هم ځنی ستاسو له ډلی څخه    د روسي مافيا، امريکايی ،انګليسي  ،    پاکستانی  او    ايراني


استخباراتو په زور  پارلمان  ته  لار  پيدا کړه په دغه  موده کې  تاسو  خپل  ولس ته غير  له مرګ ، ولګی ، بيکاري  نور  څه  ورکړي؟  تاسو  د ولس  د استازو په  صفت  د امريکا د هوائی  او ځمکني  عملياتو په  وړاندی  چه  د طالب  او القاعده  په  نوم  ئی سر ته  رسوي  او ددی  هيواد دنوميالی قوم يعنی پښتون  عام  وژنه  ئی  خپله  ستراتيژي  ګرځولی کوم  ملي  دريځ  غوره کړ؟   ايا کومه  ورځ  دی  پارلمان  احتجاج  وکړ ؟  مګر  بر عکس  تاسو او ستاسو  مشر  ښاغلی  قانوني  هر  ربع  يو ځل  دخپلو تنظيمي  ګټو په  خاطر د پارلمان  څخه په  احتجاج  وځي .


ښاغلو او اغلو استاذو!  تاسو  د  خپل  مشر  يونس  قانوني  څخه  په پارلمان  کی وپښتل  چه  دۍ  ښاغلي  د  دوبی  په  نړيوال  هوائی  ډګر  کی  داحمد ضيا  مسعود سره يو ځای  د هيواد       ملي  شتمني  په قاچاقي  ډول  چيرته  او د  څه  لپاره  ليږدوله؟  زه  فکر کوم  ښاغلو!  چه دا  دوه  ښاغلي  او  ور سره شريک  جمهور ريس   استحضا  کړی بهتره  به وي   نسبت  دی ته چه  خوارکي وزيران   استحضا شي     ځکه  دا په نړيواله  کچه  د افغان  ملت  سپکاوی دی .


بله خبره چه غواړم  ستاسو جدي پام  ورته راواړوم  هغه  دا چه  د ځوان  ژوناليست  پرويز کامبخش  د اعدام  مسله  چه اسلام  ته دسپکاوي  په  تور د جنا يتکار  اعطا محمد په بند کی ناست  دی  .ستاسو څخه  پوښتنه  لرم  چه  ايا تر  دی  به  لوی  سپکاوی  اسلام  او افغان  ولس  ته  بل  څه  وي  چه  امريکايی  او انګليسي  لښکری  په  کونړ ، هلمند او نورو  ولاياتو کی  قران  مجيد سوزوي  او  زمونږ  ناموس  بی عزته  کوي ؟  ما خو يو  ورځ  ونه  ليد  چه  يو د اسلام  ټيکدار لکه  سياف،رباني  ، خورد ظابط مارشال فهيم  د جهاد فتوا  ورکړی وي . تر کوم ځای چه ليدل  کيږي  په پارلمان  کی  اکثره زمونږ    د ولس  دجهاد  د دوران  فتواګر  ناست  دي   ، زه ددوی  څخه  پوښتم  چه  کامبخش  د اعدام  سزاوار  دی  که تاسو ؟ چه  هر څه  وينی  او د ډالرو په خاطر  اوس سر چپه فتوا ګانی  د امريکا په  ګټه  صادروی  . 
 
په پارلمان  کی ناستو  استاذو !  مګر تاسو عبدا لرشيد دوستم  ديو  جهادي  مشر په  توګه  پيژنی  او يا تری لکه  کرزی  ډاريږئ ؟ چه ستاسو مشر قانوني  د اکبر  باې  په مسله  کی مداخله کوي او امنيتيی  قواوی  چه ددوستم کور ئی محاصره کړی وه  رخصتوي   ايا د غله  او بلواګر  څخه  دفاع  د  هيواد  سره  خيانت  ندی؟  ايا که  کوم  عادي   افغان  د چا په کور بلوا يوسي  يونس  قانوني  به  د  عدالت  د غوښتو  چغی و نه وهي؟ 


ښاغلو! د  هيواد، اسلام   ننګ او  ناموس  څخه  دفاع  او  دپردي  ګوډاګي  رژيم  په  مقابل  کی جنګيدل  که  تروريزم  وي  نو  په  پارلمان  کی  ناست  کسان   اکثريت  تروريستان  دي  ځکه  دوی  هم  يو وخت  د همداسی  ګوډاګي  رژيم  په مقابل  کی  جنګيدل  او هغو  ورته  اشرار  ويل  ، زه حيران  يم  دی  وکيل  صاحبانو ته  او  بيا خاصتأ قانوني ،رباني،سياف او فهيم  او ددو په شان نورو ته  چه  په کومه  ژبه  دوی  زمونږ  د هيواد اصيل  او په  خپلواکی  مېن بچي چه نن  د ايرغلګرو په وړاندی  د هيواد او ننګ  ناموس څخه  دفاع کوی  دتروريست  په نامه  يادوي  لعنت پر داسی  انسانانو چه  د څو دالرو لپاره  ولس خرڅوي.  .


بله مهمه مسله   چه  غواړم  هغی  ته  په پارلمان  کی  د ناستو پښتنو استاذو پام  راواړوم  هغه دا چه امريکا او  نړيواله  ټولنه  د خپلو ستراتيژيکو  ګټو په خاطر  د شمالي ټلوالی  سره په زدو بند کی غواړي زمونږ  هيوادټوټی ، ټوټی  کړي  او پښتون قوم  دا  ځل  د انګريز  پر خلاف  په نړی واله کچه رسمأ سره بيل کړي  او د ډيورند لعنتي کرښه  په پارلمان  او حکومت  ومني  . پدی زدوبندونو کی  ځنی د پارلمان  غړي  هم لاس  لري  .


ښاغلو! زه خو چه  وينم  د د ارګ  او شيرپور په شمول حکومت د واک لاندې ساحو کی زموږ خلک  د بې امنۍ،لوږي او يخنۍ  څخه  مري  او د ملي  مقاومت  په ساحو کی  په امريکائي بمونو ،نو تاسو  ، دحکومت   لوړ پوړي چارواکي  او ستاسي  نړيوال  داړه مار ائتلاف  په څه شي مصروف  ياست  ؟ 


زه ددي  هيواد د يو بچي  په توګه  دا  اعلان  کوم  چه  امريکا د پښتون  قوم  سره دښمني  کوي  ولی  پدی نه پوهيږي  چه دا قوم ځان ته  تاريخ  او غرور لري   ، زور به هيڅکله  هم دا قوم له خپلی  ارادی  را ونه  ګرځوي  .ښاغلی بوش  دی يو ځل له اسکندره  بيا  تر  روسه  تاريخ ته نظر  واچوي  بيا دی خپله سترا تيژي  ددې  قوم  په وړاندی  وټاکي.  دی خاوری  ته  ډير په  پښو  راغلل  مګر په خاپوړو  و وتل .  دا څو ليکی  می  ځکه  وليکلی  چه کيداشي ځنی  وکيل  صاحبانو هم  دشيرپور په ګر  مو بنګلو  کی  خپل  د ولس  تاريخ  هير کړی  وي  . يو شې  چه  غواړم  په جرئت  ئی  ووايم  چه د هری تياری شپی  پاې  رڼا ده . ډيرو د وخت  سياستوالو به  ويل چه روس  چه چيرته تللی  بيا ندی وتلی  مګر  تاريخ  وښودله  چه  افغان هغه  نه تنها وباست  بلکه ګورستان  د تاريخ ته ئی  وليږه  داسی  يوه ورځ  بيا راتلونکی  ده،  د خپل ولس  سره  ودريږئ ځکه  چي پردي د خپل  مقصده در سره دي  .



د خپلواک  افغانستان  په هيله