بلجيم : د افغان کلتوري بهير خبرتيا

د لراوبر اداره | جولای 6th, 2010


اروپامېشتو افغانانو ته زېرئ !



 دهیواد د وتلی نامتو ادیب ، تاریخپوه ، د افغان ولس او سیمي ملي شاعر ښاغلي عبدلباري جهاني په ویاړ په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر له خوا څیړنغونډه جوړیږي
 په بلجیم کښي افغان کلتوري بهیر پتیلی ده چي د دوزره لسم کال د جولای په نهمه او لسمه نیټه د افغان ولس د فکر او ږغ د ملګري ښاغلي عبدلباري جهاني په ویاړ د یوی علمي غونډي تابیا وکړي
 په غونډه کښي د امریکا ، افریقا ، او د اروپا له هیوادونو څخه ګڼ شمیر پوهانو ، لیکوالانو او شاعرانو ګډون به ستاسو ټولو اروپا میشتو افغانانو لپاره د شناخت او معرفت څخه علاوه ، د ښاغلي جهاني د لیکوالئ ، نثر او شعر په هکله نوی او بکر معلومات تر لاسه کړئ
 ګڼ شمیر پوهانو له افغانستان څخه نیولی بیا تر لندنه پوري د جهاني پر ژوند ، خیال او فکر لیکني کړي دي چي د غونډي په لومړۍ ورځ به ستاسو په محضر کښي ولوستل شي ، د علمي غونډي په پای کي به جهاني صیب خپله وینا او اشعار واوروي . د غونډي د لمړۍ ورځي په دوهمه برخه کښي مشاعره ، موسیقي او ښکلي اتڼونو ته ځای ورکړل شوی دۍ
 د لسمي نیټې غونډه د ښاغلي جهاني د صحت او سلامتۍ په ویاړ ، ټوله مشاعری ، موسیقي او اتڼونو ته ځانګړی شوی ده
 
 ستاسو ګډون زموږ سرلوړی ده
 له درنو شاعرانو او لیکوالانو څخه په درنښت هیله کوو چي خپلي ( کتابچی ) له ځان سره راوړي
 هغه ملګري چي د نورو هیوادنو څخه تشریف راوړي مهرباني دي وکړي او زموږ سره دی پر لاندي ایمیل نومونه او یا هم تعداد ولیکی تر څو بلجیم میشتو افغانانو یی په افغاني دود میلمه پالنه کړی وي .
 
 قدمونه مو پر لیمه
 د لومړۍ ورځي غونډه د جولای په نهمه نیټه د جمعی د ورځي د ماځیګر په څلور بجو پیلیږي
 د دوهمي ورځي غونډه د جولای په لسمه نیټه د شنبی ورځي د ماپښین په دوو بجو پیلیږي
 پته:


دتالار نوم : Salle Roger Lefebvre
سړک : PLACE D’ HERINNES
پوست کوډ او ښار  7742HERINNES
BELGIUM
 د تالار مخامخ کوڅې نوم هم وليکئ : Senpier de La Barque
اړیکي
hotakbawary@hotmail.com
 sshazrat@hotmail.com


د  ټلیفون  شمیری
0032.495.61.45.51
0032.497.10.16.83
0032.495.47.98.35
0032.499.31.61.35

Copyright Larawbar 2007-2024