کرکټ : افغانستان له کينيا څخه په يوه ويکيټ وګټله 

په ژوندۍ بڼه يې دلته د ګتلو وړ وه .
د لوبي ژوندی حال دلته کتلائ سئ !
د لوبډلي منېجر ښاغلی عبدالرحيمزي لراوبر ته د نن لوبي په اړه وويل چي لوبه د پرونۍ په پرتله ښه روانه ده ، کوم هدف چي موږ ته ټاکل سوی دی که سمه لوبه وشي نو زموږ د لوبډلې اووه تر اتو کسانو پوري کولای سي دا هدف ترلاسه کړي . نوموړی وايي تېره شپه يې په خپلو منځونو کي د لوبډلي د لا يووالي لپاره غونډه کړې وه چي د نن په لوبه کي يې اغېز څرګند شو .
نوموړي د ميدان په اړه وويل چي د بېټسمينانو لپاره مناسب دی ، دا هم زموږ سره د نننۍ سيالۍ په ګټلو کي مرسته کولای سي .
لراوبر د لوبي له ميدانه
افغانستان وګټله ، مبارک مبارک مبارک
یو بل یوه منډه پاته ده
حمید حسن وسوځید شاپور ځدراڼ يي پر ځای راغی .
په ۳ توپو یوه منډه
په ۴ توپو ۲ منډې
په ۶ توپو ۶ منډې پاتې دي
اوس خالق داد او حمید حسن په میدان کې ولاړ دي ، چې حمید حسن یوه ډیره لرې شپږیزه ووهله.
اوس په ۱۲ توپو ۱۴ منډې پاتې دي.
محمدنبي په ۴۷ منډو وسوځید او د هغه پر ځای حمید حسن میدان ته راغی.
د محمد نبی يوه ډیره تیزه څلوریزه ووهله ،
دنبي دا څلويزه لوبڅار ونه ليدله ، سيلانيانو نارې کړې چي دا څلويزه نه بلکي شپږيزه وه ، لوبڅار په شپږيزه ومنله او په دې سره د منډو شمېر ۲۰۶ ته ورسېد
لوبه وار حساسه کيږي ، اوس به افغانستان په ۳۱ توپونو افغانستان ۳۴ منډي جوړوي ، دا مهال د منډو شمېر ۲۰۰ دی
محمد نبي دوې څلوريزي ووهلې ، اوس د منډو شمير ۱۸۴ ته ورسيد ، افغانستان دا مهال ۴۸ منډو ته ضرورت لري چي لوبه وګټي
سميع الله شينواری په ۸۲ منډو وسوځيد ، پر ځای خالقداد نوري ميدان ته راغئ
سميع الله شينواري بله څلوريزه ووهله ، په دې سره د منډو شمير په ۴۱ آورونو کي ۱۷۲ ته ورسېد
افغانستان اوس ۱۶۷ منډې لري چې شپږ لوبغاړي یې سوځیدلي دي ۴۰ اور روان دی
محمد نبي شپږیزه ووهله
افغانستان اوس محال په ۳۹اورونو د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۶ منډې کړې دي.
اوس د کریم صادق پر ځای محمد نبي اسحاخیل میدان ته راغی.
له بده مرغه کريم صادق په سيفر باندي په منډه وسوځېد
نوروز منګل هم په درې منډو د شیم نګوچ په توپ وسوځید ، کريم صادق يي پر ځای راغئ ، .
سميع الله شينواري پنځوسۍ ووهله ، اصغر ستاکزی وسوځېد، دا مهال ۳۰ آور روان دی ، د منډو شمېر ۱۳۴ ته ورسېد، اوس د ملي لوبډلي کپټان نوروز منګل ميدان
ته ووتئ، سميع الله شينواري او اصغر ستانکزي په زړه پوري لوبه وکړه ، دوی دواړو په ګډه ۷۳ منډي جوړي کړې
اصغر ستانکزي هم څلوريزه ووهله ، ۱۲۱ منډي سوي دي
سميع الله شينواري بله څلوريزه ووهله ، دافغانستان منډو شمېر ۱۰۹ ته ورسېد ، دا مهال ۲۶ آور روان دی ، د سميع الله پنځوسۍ ته پنځه منډي پاته دي :
افغانستان په ۲۶ آورونو کي ۱۰۳ منډي کړي دي ،، د ملي لوبډلي څارونکی محمد داود بابړ وايي د سميع الله شينواري په هڅو لوبه ډيره ښه سوه
سميع الله شينواري څلوريزه ووهله ، د منډو شمېر ۹۱ ته ورسېد ، دا مهال شلم آور روان دی ، ۳ لوبغاړي سوځيدلي
اوس مهال افغانستان ۸۷منډې لري درې کسه سوځیدلی ۱۶ اور روان دی ، ۳ لوبغاړي سوځيدلي ، اصغر ستانکزی او سمیع الله شینواری بېټنګ کوي
محمد شهزاد وسوځید او پر ځای یې اصغر ستانکزی لوبه کوي داوس مهال افغانستان ۵۵ منډې لري
دامهال مهم آور روان دی ،۴۹ منډي سوي دي ، ۲ تنه سوځيدلي ، په وروستيو
دوو بالونو کي افغانستان ۱۰ منډي جوړي کړې
اووم آور روان دی ، ۲ لوبغاړي سوځېدلي ، ۳۴ لوبي سوي دي
محمد شهزاد او سميع الله شينواری بيټنګ کوي ، ۲۶ منډي سوي دي ، ۲ لوبغاړي سوځيدلي ، شپږ م آور روان دی
کينيا افغانستان ته ۲۳۴ منډي هدف وټاکی ، د افغانستان لخوا بېټنګ پيل سو ، نورعلي او شبير بيټنګ ته ووتل
دا مهال پنځم آور روان دی ، ۲۵ منډي سوي دي ،
نور علي وسځيد ، پر ځای يې محمد شهزاد بېټينګ ته ووت
تر اوسه د نننۍ سيالۍ جزيات په دې ډول د ي:
نوروز منګل په اووه آورونوکې ۲۹منډې ورکړې .
شاپور ځدرن په اتوو اورونو کې دوه میډن او سلور پنځوس منډې ورکړچې دوه نفره یې هم وسوځول.
خالقداد نوري په شپږو اورونو کې ۲۱ منډې ورکړي چې یو نفر یې هم و نه سواځوه.
محمد نبي په ۱۰ اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې.
حمید حسن په نهو اورونو کې ۳۲ منډې یو اور بې منډې او ددرې لوبغاړیو په سوځیدو کامیاب شو.
سمیح الله شینوارې په ۱۰ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې چې دوه لوبغاړي یې وسوځول.