کور / تازه خبرونه / ناټو وايي اته ماين ښخوونکي يې بمبار کړي دي

ناټو وايي اته ماين ښخوونکي يې بمبار کړي دي

 


د کندهار په پنجوايي ولسوالي کي اته نفره ماين ښخوونکي د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کي په نښه او ووژل سول ، دا خبره لراوبرډاټ کام ته د کندهار له هوايي ډګره په خپره سوې خبرپاڼه کي څرګنده سوې ده . خبرپاڼه ماين ښخوونکي ياغيان بولي چي هدف يې وسله وال طالبان دي ، دوی وايي چي پرون اته کسان  ددوی د هوايي ځواک له خوا هغه وخت په نښه سول کله چي يې غوښتل د سړک پر غاړه ماين ځای پر ځای کړي .


خبرباڼه يادونه کوي چي دې ته ورته يوه بله د ماين ښخونکو پېښه دوې اوونۍ هغه وخت له منځه يووړه سوه کله چي ځايي اوسيدونکو د ماين ښخوونکو په په اړه د ولسوالۍ امنيتي کسانو ته احوال ورکړی و ، په هغه پېښه کي هم ناټو وايي چي ددوی بمونو شپږ تنه وژلي وو .