کور / تازه خبرونه / هلمند:يو برتانوی سرتيری مړ او يو بل ټپي سوی دی

هلمند:يو برتانوی سرتيری مړ او يو بل ټپي سوی دی

نړيوالو ځواكونو د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره  په هلمند ولايت كي د خپل يوه بريټانوي سرتيري د وژل كېدو اويوه د ټپي كېدو خبر وركړى دى .


كه څه هم  په خبرپاڼه كي دقيق ځاى نه دى په ډاګه سو ى خو تېره ورځ وسلوالو طالبانو د ګرشك ولسوالۍ په حيدر اباد سيمه كي د ليري څخه په كنټرولېدونكي ماين  د نړيوالو ځواكونو د يوه ټانك د ويجاړېدو او ټولو سپرليو د وژل كېدو ادعا كړې وه .


د نړيوالو ځواكونو د مطبوعاتي دفتر څخه د چار شنې په ورځ رسنيو ته په يوه لېږل سوې خبرپاڼه كي راغلي چي د هلمند په ولايت كي  د وسلوالو طالبانو پر وړاندي په عملياتو كي يو بريټانوى سرتيرى وژل سوي او يو ټپي سوي دي .


د ناټو چارواكي وايې چي دا مهال ټپي سوى سرتيري په يوه رغتون كي تر درملني لاندي دى او روغتيايې وضعه يې د ډاډ وړ ده .


كه څه هم د نړيوالو ائتلافي ځواكونو په خبرپاڼه كي د پيښي دقيق ځاى نه دى ښودل سوى خو تېره ورځ وسلوالو طالبانو د ګرشك ولسوالۍ د حيدر آباد په سيمه كي د ليري څخه په كنټرولېدونكي ماين   د نړيوالو ځواكونو د يوه ټانك د ويجاړېدو او پكي  د ټولو سپرليو د وژل كېدو خبر وركړى وو .


د يو شمير خپروسويو رپوټونو پر بنسټ روان لمريز كال په افغانستان كي تر څلور اتيا(۸۴) زيات بريټانويان چي په پوځي، روغتيايې اود بيارغاوني په برخو كي يې كار كاوه وژل سوي دي .


چي ګمان كيږي زياته برخه يې د هلمند په ولايت كي وي .


دا مهال په نوموړي ولايت كي  تر اوه زره او پنځه سوه زيات بريټانوي سرتيري مېشت دي خو تر څنګ يې كم شمير د امريكا په مشرۍ ائتلافي ځواكونه هم شتون لري .