کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د هېواد ژغورلو لپاره سره يو شۍ !

د هېواد ژغورلو لپاره سره يو شۍ !

د سلام فرهنګي ټولني  اعلاميه


   05.02.02


د هېواد ملي ګټي  دا سپارښتنه کوي چي د ملي دريځ پلويان  د اوسنيو روانو سياسي او نړېوالو حالاتو  په پوهېدلو او ارزولو خپلي ليکي غښتلي او د يوه کلک ملي مورچله  خپل تنديريز ږغ پورته کړي . ټولي پخوانۍ او رواني ناخوالي يوه اړخ ته پريږدي او د يوموټي لوۍ افغانستان د پاللو او ساتلو لپاره سره يو شي . همدا يوالۍ د ټولو ستونزو د حل بنسټيزه لار ده .


 د يوموټۍ او لوۍ افغانستان  پاللو او ساتلو لپاره زموږ دکلک هوډ څرګندول به هغه  لومړنۍ ګام  وي چي د تلپاتي خپلواک هېواد په توګه  د سيمي او نړۍ هېوادونوډاډاو باور خپل او تر لاسه کړو ،  د دې پرته به اوسنۍ نيمګړۍ افغانستان  هر مهال د ګاونډيو او بهرنيو د لاسوهنواو تيريو لپاره وړ چاپيريال وي .


ټول هېوادوال پوهيږي چي دنړيوالو زبرځواکونو تر منځ اړودوړ خورا پيڅلي پړاو ته رسېدلۍ دئ ، له بده مرغه د دې ځواکونو يو شميرپه زياتي لېوالتيا   ضعيف افغانستان غواړي ،  او زموږ د ملي روا ګټو خلاف   د سيمي د کنترول لپاره خپل پخواني ژاندارم ته د واک او ځواک د ورسپارلو  څرګندي ناروا هڅي کوي .


 زموږ باور دا دۍ چي په اوسنۍ واکمني ادارې او د هغې سياسي مخالفينو ( ملي جبهه او نور سياسي ګوندونو ) او نظامي مخالفينو( طالبان ، اسلامي ګوند او نورو ) په منځ کي زښت  زيات  دا سي افغان هېواد پال شته چي د هېواد ژغورني لپاره تر خپلو ټولو ځاني ، ګروپي او سياسي ګټو تير شي او د هېواد ژغورني تر نوم لاندي  د ټولو ملي ضد او افغاني ضد پروګرامونو او توطئومخنيوي ته په زغرده ودريږي او مقابله يې وکړي . د شک پرته  اوسنيو سيمه ايزو او نړېوالو حالاتو هغه پړاو را رسولۍ دۍ چي  دا ومنو:  ( اوس به يوکيږو که نه ورکيږو ) 
په درنښت   


 د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب