کور / تازه خبرونه / د محمدظاهربابري د پلار فاتحه واخستل شوه

د محمدظاهربابري د پلار فاتحه واخستل شوه

د پېښور په افغان قونسلګرۍ کې د فرهنګي چارو د مشر محمد ظاهر بابري د پلار فاتحه د پېښور د ارباب روډ د ذکريا په جامع جومات کې د مذهبي مراسمو په ترڅ کې واخيستل شوه . د فاتحي په مراسمو کې په پېښور کې د ميشتو افغانانو مشرانو استازو، د بهرنيو موسيسو چارواکو ،په پېښور کې افغان کونسل حاجي عبدالخالق فراهي ، د کونسلگرۍلومړى مرستيال مير محمد يوسف فراهت او په اسلام آبادکې د افغان سفارت د فرهنگي چارو مشر انجينر احمد فريد حيدري ،د افغان کونسلگرۍ د نورو چارواکو سره سره د عوامي نشنل گوندد سرحد  مشران افراسياب خټک ،قيصر خان ايډوکيټ ، د پښتونخوا عوامي گوند د صوبه سرحد مشر ار‌باب مجيب الرحمان ، سليمان آغا، د پېښور د يونيورسټى فضل رحيم مروت ، ډاکټر شاه جهان ډاکټر منهاج الحسن، د رحمان ادبي جرګې غړي ملک وزير،يوسف دلسوز، د ساپي پښتو څېړنواو پراختيا مرکز چارواکو د افغان آدبې ټولنې غړوبرخه واخيسته او محمد ِظاهر بابري د پلار په مړينه خواشينې او د هغه روح ته يې دعا وکړه په پاى کې محمد ظاهر بابري د ټولوراغلو خواخوږوڅخه مننه وکړه .


خبريال ته په راليږل شوې بڼه