کور / رسنۍ / د پسرلي ۲ ګڼي چاپ سوې

د پسرلي ۲ ګڼي چاپ سوې

له شماله خپرېدونكي پسرلي دوه ګڼې تازه له چاپه راووتې


د خپرونې اداره



له شماله د خپرېدونكې سياسي درې مياشتنۍ خپرونې (پسرلى) دوه پرله پسې اتلسمه او نولسمه ګڼې تازه له چاپه راووتې.


د پسرلي په خپرو شويو ګڼو كې د تير په شان د هېواد په سياسي حالاتو د بېلا بېلو ليكوالو ليكنې راغلي دي.



اتلسمه ګڼه:


په دغه ګڼه كې


د ايران دوه مخې پاليسي
د ښاغلي حبيب خان توتاخيل ليكنه ده، چې د ځينو بهرنيو سرچينو په حواله يې په هېواد كې د ايران دوه مخې پاليسي ته كتنه كړې ده. په ليكنه كې به ولولئ، چې څه ډول ايران په بېلا بېلو لارو د افغان ملت د نابودۍ په اړه فكر كوي.



اوبه افغانستان او درېيمه نړيواله جګړه:
د ځوان ليكوال هميم جلالزي اوږده څېړنيزه ليكنه ده، چې په اوس وخت كې يې د افغانستان له زاويې په نړيواله كچه د اوبو په ارزښت تر سره كړې ده. په دغه ليكنه كې څرګنده شوې، چې له دغه ارزښت څخه د دولتونو په جوړولو او له منځه وړلو كې څومره كار اخيستل كېږي. سربېره پر دې، په ليكنه كې د هېواد د اوبو په اړه هم ژوره څېړنه شوې. څومره اوبه لرو، څومره يې موږ كاروو او څومره د نورو په چوپړ كې دي؟ دا او دې ورته ډېرې پوښتنې په دغه ليكنه كې ځواب شوي دي.



د فارسي ژبي تلويزون پيل او د افغانستان برخليك:
د پسرلي په دې ګڼه كې يو د لوستلو وړ ليكنه ده، چې  شمال ميشتي ځوان او تاند ليكوال محمد جاويد څلي كړې ده.


په دغه ليكنه كې د فارسي ژبي تلويزون د پيل د خبر د خپرېدو پر بنسټ د افغان ملت دودونو او كلتور د له منځه وړلو هغه نښې را برسېره شوي، چې ايران يې په پام كې لري.



بغلان، اته كلونه او لس واليان:
د بغلان ولايت په اړه د بهرام خان هراړخيزه ليكنه ده، چې په تېرو اتو كلونو كې د بغلان ولايت په حكومتدارۍ، سياسي حالات، بيارغونه، پرمختګ او داسې نورو خواو باندې ليكل شوې ده. په ليكنه كې څرګنده شوې، چې په تېرو اتو كلونو كې په بغلان كې لسو واليانو دنده تر سره كړې؛ خو په هېڅ برخه كې د ياد وړ پرمختګ نه دى شوى.



نولسمه ګڼه:


په دې ګڼه كې


حكمتيار رښتيا هم وسله غورځوي!؟
د دولت او د اينجينر ګلبدين حكمتيار په مشري د حزب اسلامي ګوند تر منځ د روانو سوليزو خبرو اترو په اړه د بهرام خان ليكنه ده. په دغه ليكنه كې د دولت او حزب اسلامي ګوند تر منځ د سولې په اړه هراړخيزه شننه شوې او د دې ترڅنګ څرګنده شوې، چې كومې كړۍ دغه سوله د خپل شتون په زيان حس كوي او له همدې امله د سولې په لاره كې خنډونه جوړوي.



افغانستان د اشغال او خپلواكۍ تر منځ:
د هېواد په روانو سياسي حالاتو د ځوان ليكوال مطيع الله اباسين هر اړخيزه شننه ده. په دغه ليكنه كې د افغانستان او د امريكا په ګډون د بهرنيو هېوادونو تر منځ اړيكو باندې رڼا اچول شوې. په ليكنه كې د ځينو داسې رازونو څخه هم پرته پورته شوې، چې ممكن د لوستونكولپاره نوې وي.




د سولې مشورتي جرګه د امن كه د جګړې په لور:
په هېواد كې د سولې رواستو په هيله د جوړې شوې جرګې (د سولې ملي مشورتي جرګه) په اړه هراړخيزه شننه ده. په دغه ليكنه كې د يادې شوې جرګې له لارې د سولې راوستو په ډېرى هڅو باندې رڼا اچول شوې؛ خو تر څنګ يې هغه خنډونه هم څرګند شوي، چې ځينې يې ښكاره دي او ځينې د پردې تر شا حس كېږي.


كرزى، افغانستان او خپلواكي:
د ښاغلي ليكوال محمد ذبير شفيقي ليكنه ده، چې د كرزي او د هغه د ولسمشرۍ په اړه شوې ده.


سربېره پر دې د پسرلى خپرونې په دې ګڼو كې، دې ته ورته نورې په زړه پورې موضوعګانې هم څېړل شوي دي.




هيله كوو، چې پسرلى مجله په خپلو سيمو كې په وړيا توګه نه، بلكې په ټاكلې بيه تر لاسه كړئ، د پسرلى د يوې ګڼې پېريدل د دغې خپرونې د راتلونكي ضمانت كوي.


د هېواد له بېلا بېلو پلورنځيو څخه پسرلى تر لاسه كولى شئ:



كابل: د اطلاعات او فرهنګ وزارت تر څنګ، بيهقي كتلوبپلورنځى


ننګرهار: اسحق زى ماركېټ، هارون كتابپلورنځى


كندهار: په دغه ولايت كې د افغان قرطاسيه او كتاب پلورنځي تر څنګ د پسرلى خپرونې له استازي ښاغلي بشير احمد نادم 0708198459سره هم د پسرلي د ترلاسه كولو په موخه اړيكې ونيسئ.


خوست: په دغه ولايت كې د غرغښت او سيد جمال الدين افغان كتابپلورنځيو تر څنګ د پسرلي له استازي ښاغلي تواب غورځنګ0700798800 سره هم اړيكې نيولى شئ.


پكتيا: په دغه ولايت كې هم د ځينو كتابپلورځيو تر څنګ د پسرلي له استازي احسان الله مهجور0799555326 سره اړيكې نيولى شئ.


كندوز: په دغه ولايت كې د پسرلى ادبي او كلتوري ټولنې او  د پسرلي له استازو نورحيم عاطف0708198201 او اسدالله ساپي 0786395739سره د پسرلي د ترلاسه كولو په موخه اړيكې نيولى شئ.


بغلان: په دغه ولايت كې د چونغر ادبي بهير او د پسرلي استازي راز محمد راز0799164240-0707417473 سره د پسرلي تر لاسه كولو په موخه اړيكې نيولى شئ.


بلخ: په مزارشريف او نورو ولسواليو كې د پښتو ادبي بهيرونو او د ښار له كتاپلورنځيو څخه پسرلى خپرونه ترلاسه كولى شئ.


سربېره په يادو شويو ولايتونو په غزني ولايت كې هم له بېلا بېلو كتابپلورنځيو څخه پسرلى تر لاسه كولى شئ.