کور / شعر / غزل

غزل

ولې دې زړګى زما ډوب کړ په غمونو کې
وسومه ، ايره شومه اې ياره په اورونو کې

زه که درنه لرې يم ، زړه مې دى له تاسره
ورځ يمه له تا سره شپه مې په خيالونوکې

خوب مې تښتيدلي ده خوي د ليونۍ کوم
ناسته يم ، لګيا يمه ياره ستا سوچونو کې

ورځ مې نا کراره وي ، ستا غم را په غاړه وى
شپه په شوګيره کړم نه راځې خوبونو کې

تيره چى ځوانۍ شوله ، پرته له اشنا زما
راشه چې ځوانۍ بيرته نه راځي وختونوکې