دسولې جهان

سعيد لودين | جون 3rd, 2010


څنګه غرب په څراغونه کې ويده شم
چې دخپل وطن غمونو کې لمبه شوم

دوطن پښتنې مورژړا چې واورم
خدايه تاته په زاري او په سجده شم

دغريب پښتون دمرګ اوازچې اورم
خوب مې ورک شي دغمونوتلوسه شم

چې بمونو،اوسرووينو کې يې ګورم
په سلګوکې خدايه تاته په توبه شم

ته دسولې يوجهان ورته ډالۍ کړه
زه حفيظ به دقربان ستا ترنامه شم

«

Copyright Larawbar 2007-2024