کور / شعر / خزان

خزان

خزان ظالم خزان دى
بيا يې پسرلي ليلا ته امر وکړ
چى دغه سره ګلان ټول ورژوي
ترينه سرونه غوڅ کړي
بلبلان وشړي بورا زخمي کړي
بيا په زيږه ژبه د ځان صفت کړي
نن ده زما پادشاهي
جنکې نشي راتلاى
لاري يې بندى شولې
اوس به يې په تور اوربل څوک ګل نه ويني
ځکه ګلان يې مړه کړل
په شنو باغونو مې مور اور پورې کړ
د غرولمنې مې ايرې ، ايرې کړي
شپون مې په کورکې ميخ کړ
شپيلۍ مې ترې واخيسته ترې ورکه مې کړه
بيا به يې شونډو ته نږدې کې نږدې
ترڅوچې زه او زما سورۍ وي پرې
بيا به د نجونو ميره
په نجونو غږونه کړي
چې غوږ شى بيا شپيلۍ ده