کور / تازه خبرونه / کابل:پوليسو يوشمېرناقانونه وسله ګرځوونکي ونيول

کابل:پوليسو يوشمېرناقانونه وسله ګرځوونکي ونيول

دکابل پوليسو دښار په مربوطاتو کې ددوه بهرنيانو په ګډون اوه تنه دناقانونه وسلو دليږد په تور نيولي اونظارتخانې ته يي اچولي دي .


دکابل دامنيه قومندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو مشر جنرال عليشاه پکتياوال دسلواغي په ١٧مه وويل چې يادوشوي کسان درې تنه يي دکارته سه په سيمه کې اوڅلورتنه يي دنوي ښارپه سيمه کي تيره شپه نيولي دي .


پکتياوال والي چي بهرنيانوڅخه يوتن يي المانى اوبل يي نيپالى دي چې ددوو افغانانو په ملتيايي نهه ميله کلاشينکوف اويوميل تومانچه دنوي ښار څخه دکابل ښار بلي سيمي ته ليږدول چي د ملي پوليسو لخوا ونيول شول .


دغه راز درې تنه پاتي وسله وال کسان چي ديوي خصوصي شرکت کسان وو چي دنشه په حالت کي له کوره راوتي وواوڅو ډزي يي هم کړي وې چې دپوليسو لخوا دهمزنګ په څلور لارکي ونيول اوامنيه قومندانۍ نظارت خانه کي ي واچول اودوسيي يي دڅيړنو په خاطر څارنوالۍ ته وليږلي .


دکابل دجنايي پوليسو مشر وايي چي دوي دبهرنيانو اوکورنيو وسله لرونکي څخه پوښتني اوګرويږني پيل کړي اوله تحقيقاتو وروسته به يي څارنوالۍ ته معرفي کړي .


دکابل پوليس وايي چې دامنيتي کپمنيو په وړاندې يي عمليات پيل کړي دي اوټولي هغه کمپني چې قانوني اسناد نه لري هغه به وتړي .


تردې دمه دپوليسو لخوانيږدې لس غيردولتي امنيتي کمپني نيولي اوله دې کپمنيوڅخه يي له ٣٠٠ زياتي سپکي اودرندې وسلي نيولې دي .