کور / تازه خبرونه / د عوامي نشنل ګوند پر يو بل مهم غړي بريد وسو

د عوامي نشنل ګوند پر يو بل مهم غړي بريد وسو

عوامي نشنل ګوند د سيندهـ ايالتي مرستيال  ښاغلی فضل رحمن کاکاخېل په کراچي کي د ناڅرګندو وسله والو له خوا په ډزو  ووژل سو او يو بل ملګرئ يې سخت ټپي سو . ددې موضوع په اړه نور جزيات وروسته له لراوبر ډاټ کام څخه ولولئ .

د څو مياشتو په دننه کي دا  دريم ځل دی چي د عوامي نشنل ګوند ANP  پر مشرانو باندي وسله وال بريدونه کېږي ،  وروستی ځل څو اوونۍ مخکي د افضل خان لالا د کورنۍ پر غړو باندي په وسله وال بريد کي د هغه د کورنۍ درې تنه ووژل سوه او دوه نور يې سخت ټپيان سوي وو .

د لر افغانستان د سياسي چارو کارپوهان په دې نظر دي چي په داسي پېښو کي د پاکستان پوځي څارګره اداره ISI  لاس لري ،  هغوی وایي چي آی ايس آی د پښتون قام اتحاد  نه سي زغملی نو ځکه په دې قام کي ګډوډيو ته لمن وهي او پر مشرانو د ناڅرګنده وسله والو له خوا بريدونه کوی .

ددې موضوع په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خان محمود خان اڅګزي څه موده وړاندي د يوې وينا په ترڅ کي هر څه په څرګند ډول ياد کړي دي . د ويډيو کتلو ته لاندنئ عکس کليک کړئ .

د ISI   د کړنو په اړه د م

<div class=