کور / تازه خبرونه / طالبانو یو تن د جاسوسۍ په تور وژلی دی

طالبانو یو تن د جاسوسۍ په تور وژلی دی

طالبانو په غزني ولایت کې په حزب اسلامي پورې اړوند یو تن چې عبدالرحمن احمدي نومیده ددې ولایت په مقر ولسوالۍ کې د جاسوسۍ په تور وژلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دا کس وروسته له هغه ووژل شو چې ورسره ډيری هغه وسایل موجود وو چې دا یې ثبوتولی شوای چې نوموړی کس دولت او امریکایي ځواکونو ته جاسوسي کوله.

خو د غزني دولتي چارواکو وویل چې طالبان ډیری وخت بی ګنا کسان د جاسوسانو په نومونو وژني.

د یادولو وړ ده چې څه مونده وړاندې د طالبانو لخوا ددې ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د یوه پخواني قومندان عبدالظاهر سر هم د جاسوسي په تور ترې پری شوی وو.