کور / شعر / اشعار

اشعار

ډډي په ډډي اوړم خوب نه راځي څه وكړمه
ماته نورچل دمينتوب نه راځي څه وكړمه
څنګه دي هيركړم څنګ دي نه يادوم
دغه هنردسړيتوب نه راځي څه وكړمه
چي ليوني شم رانه هيره به شي ښه به وشي
خوماته ولي ليونتوب نه راځي څه وكړمه
هغه دشګوكوركي زماډيرښه ياديږي
خوبيرته وخت دماشومتوب نه راځي څه وكړمه
وخت دي تيريږي په سيلاب هم تيرشو
ليونۍ ستاهم پيغلتوب نه راځي څه وكړمه

اباسين سيلاب – شمشادتلويزيون كابل







میرویس ملګری
سوالګیره پیغله
نــه مي لاس سره پــه نکریزو،نـه بنګړي اونه یې شورشته
یــوه پیغله یم سوالګیره، نـــه قریب اونـــــه مي کـــورشته


ټوله ورځ مي لاس کچکول دی لــه هرچانه خیرات غواړم
یم مجبوره اوبــې وسه ،نه مــــي پلاراونه مـــي ورورشته


دعــــزت ټیکری یـــې واخیست زمـــالــــه ســـره ظالمانـــو
نــــه مي څــــه پــه وسه پوره ،اونه په مټوکي مـي زورشته


بـــــــرناحـــقه بنـــدیــوانـــــه دهجــــــران پـــــه زولـــــــنویــــــم
نـــــه مي کله څوک وژلی، نـــه دچارابانـــــــدي پــــــورشته


کـــــه دي ختم شول غمونه ،نوهیڅ باک ونـــه کـړې ګوره!
دملګـري غــــم یونــــــه دي ،ورســــره غمــــونـــه نــــورشته


میرویس ملګری
۱۳۸۷/۱۰/۲۱


 


د سولی لمر
نسیم ستوری


ای د سـولـی لـمـره پـاڅـه پـاڅـه اوس راخـیــژه ته
وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته


ای د سـولـی لـمـره دا وطـن مـې کـنـډواله شـولـو
کاڼــې بـوټـۍ ژاړی ژونـد د مرګ په حواله شولو
تـه رنــګــیـن سـحـر شـه او پـه سـولـه وغــږیـــږه تــه
وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته


ای د ســولــی لـمره د بــاچــا خــان نــظـریـه راوړه
مـونـږ لـه کـه راوړي نـو ، دغـه ډکـه پـیمـانـه راوړه
شه د پښـتونـخـوا بــیـرغ نــړۍ پـه سـر رپیږه ته
وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته


ای د سـولـی لمره سندریـز شانـتـی ماښـام جوړ کړه
ته هم توری شپی ته رڼا ورځ سبا پیغام جـوړ کړه
ويښ کړ ه وده زړونه په ويښ زړونو کې خندیږه ته
وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته


ای د سـولـی لـمـره د بـــابـــا فـخـری افـغـان نـاره
ځـان ســره تـه راوړه د هـغـه اعظیـم انسان نــاره
سوله ســوله راوړه زمـونــږ زړونــو کې وسـیـږه تــه
وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته


ای د ســولــی لمـره پــوهــه لاړه اوس جنګونو کې
ورکـه شـوه پښـتـو ژبـه ښـونځـي او دفــتـرونــو کــې
ته په پښتو سیوری شه په سر بانـدې ودریــږه ته
وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته


ای د سولی لمره طبیعت راته زرغون که اوس
خپل خاوره ، خپل اختیار په لاس کې دپښتون که اوس
جـوړه خوشحالې کړه زمونږ مخکی بیا نڅیږه ته
وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته


ای د سولـی لـمره نسیم ستوری انـتـظـار دی سـتـا
بل خوا ته وګوره ټول پښتون ولس دی یار دی ستا
ته د ژونــد رڼــا ئــې د مـرګـی نـه مــه ډاریـــږه ته
وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته


 


غزل


په ژوند کی څړیکه زخمی زړه او زهوب نه هيروم
وخته هڅکله د جنون لیونتوب نه هيروم


چی د وصال په انتظار در ته په لار ویده شوم


د ګلو څانګې د جنت کلي خوب نه هیروم


دلته سکروټي د چنار لاندي یو چا کرلې
ورته راځمه په دي چم مینتوب نه هیروم


ته په سرونو د افغان ځان ته ماڼۍ جوړوه
زه دي رابولم د جانان سړیتوب نه هیروم


چي بشرمل د کلات خاوره هم پردی نه ګڼم
زه اویزانه یو،یو کلی د ژوب نه هیروم
 
بشرمل ناصر


 


 غزل


ستامحبت کــــي سوم بـــــدنام جانانــــه
دمینـــي داغ مي پــــــرجبین پاتــــــه سو
څوک بـــــه یې پرېـــوي دزمزم په اوبو؟
په وینوســــورزړه مــي رنګین پاته سو
داوښکوهارمـــــي بیادانـــــه ،دانـه سو
ستاپرګرېــوان یې هــــم نګین پاته سو
څمـره ښه خوندوو دوصلت په شپه کي
رقیب لـــه غمه سوراوشین پاتـــــــه سو
شونډي دي ورکړلــې خپل یارته په ناز
دخولګۍ ټپ یې څنګه سپین پاته سو
رویــباربـــــه نـــــه راتلئ دهجرښارتــــــه
دعشق دلدل مي ځکـــــه ځین پاته سو
نــوربــــــه نـــــه ژاړم دبهــــــیرملګـــــرو!
دافـغان کلی کـــــــه، امین پاتـــه ســــــو


محمدنعیم- افغان
۱۳۸۷/۱۰/۲۱


 


نــــــــــوم : محمدنعیم افغان
 ســـرليک : غزل
 مـــــــــتن : یــــم لـــــه شراب اولـــه ساقـــي نــــه ستړی
هـــم لـــه خماراولـــــه مســـتي نــــــه ستړی
دبـــل وډول تــــه چي نڅـــیږي هـــروخــــت
لــــــه دې ناتـــــرســـــه لېونـــي نــــــه ستړی
پـــــټ ریاکــــاردي دزاهــــــدجـــامـه کــــي
شـــوم له امــــي ،مــلا،قاضي نـــــه ستړی
دبنګړوشرنګ تــه دي زورمــــه ورکــــــوه
میـــــنه مجازشــــــول عاشقي نــــــه ستړی
طبیبه مـــــــه راوړه خـــــونخــــــورلاسونــه
په خپل رنځ پوه یم له دوستي نــــه ستړی
چي مي جونګړه پــه سره اورکي سوځـــي
له داســــي خپل اولــــــه پردي نـــــه ستړی
که مي څـوک حال پـوښتـي دحـال پـه ژبــه
افغان یم تل لـــــــه ګاونـــــــډي نــــه ستړی


محمدنعیم- افغان


 


عبدالقاهر جبارخیل
خپلې ژبې ته


راته ګرانه له هرچا ده
دا زما دژوند بقا ده
دا زما هستې نیستې ده
دا زما د ژوند ښکلا ده
راته پاتې له خپل موره
راته پاتې له انا ده
دمرمرو ډک یو کان دۍ
میراثه مې داباده
بې له دې مې ژوندون ګران دۍ
دا مې روح دۍ دامې ساه ده
دا زما بي بي پښتوده
دا زما دژوند ثنا ده
دا غیرت دهر پښتون دۍ
چه ګټلۍئې له هر چا ده
دا عزت دهر افغان دۍ
دا شمله د احمد شاه ده
په میړانې کړه ساتنه
ستا دژوند هیله همدا ده
جبارخیله ویښ پښتون يې
خوویدو ته دې سودا ده


( عبدالقاهر جبارخیل)


 



 غزل
يادونه له زړه باسم
نورغمونه له زړه باسم
 
چې وعده مووعده نشوه
بس دردونه له زړه باسم
ګيله نه كيږي له ځانه
خيالونه له زړه باسم
 
خطاه ايستى باوريان يو
ارمانونه له زړه باسم
 
قضاوت اميدي وكړ
تېرخوبونه له زړه باسم


 ایمل امیدی


 


De oorspronkelijke bijlage downloaden
څلوریزی



د غم په شپ کی له وسواسه راته نه راځی خوب
د جلالي سترګو د لاسه راته نه راځي خوب


زه له هجرانه د سکروټو غیږ کي شپه تیروم
په وریښمی بخمل د پاسه راته نه راځي خوب


اوسمه د ښکلو ښار کي زړه رانه ولجه نکړي
ړنګه مي جانانه ستا د یاد ښکلی کعبه نګړي


څوک چي د وصال لمونځونه بيرته ګرځوي نشي
ولي به په ژوند کي بشرمله تلوسه نګړي
 
 
 


داود شاه اپریدی


تــــــوره بــوره
 
تـــوره بــوره يي تـــــوره بوره
د مجاهدو مهاجرو ورونو کوره
د لمني دي اوچتي سري لمبي ښوي
هيره وي دي کله ښؤو د سترګو توره
—————–
کابــــــله يــي کـــابـــــلـه
ښايسته لکه د ننګرهارګله
ملا دي ماته بيا په بمونو ګورم
داوده دا څـه وښؤو دا څله
——
 قندهــــاره یی قندهاره
د پښو لـوڅـو ورونو شاره
لـوړه دي غـاړه تـل د پاره
تل عزته تل غیرته تل بهاره
—–
قنـــدوزه يــي قنــــدوزه
د شهيـدانو په وينـو سوره
ښــــملــه دي لــــــــوړه
ښمله دي مـه ښه کـوزه
——-


 



 د محيب رحمتي مانخېل رالېږنه
وير



زما سر كشې خاورې
زما جنت وطنه!
څه بد قسمته سولې
څه بد نصيبه سولې
دغه په څنګه لېونو واوښتې
په كرغېړنو تورو شپو واوښتې
چا دي لونګ ورېبل
چا دي غاټول په وينو ولمبول
چا دي په ښكلې ځواني اور بل كړ
چا دي چړې په ټټر خښي كړلې
چا دي له تنه مټي غوڅي كړلې
څوك لا لګيا دي او ستا ويني زبېښي
هغوى تا څه پېزني
ستا له عظمته نا خبره خلك
ستا په كابل يې زړګى لكه سوځي
ستا هندوكش ته احترام نه لري
ستا د امو له لېونويو څپو
هغوى د ميني څه الهام نه لري
ستا له سر كشو ابشرو څه خبر
هغوى ميله او ګل سرخ څه كوي
د نارنج ګل جشن يې نه ده په ياد


شاعر سيد فخرالدين هاشمي



خلیل الله تاج وردک
 د لر اوبر تولو کارکوونکوته ته دستر لارښود سوغات ډالی کوم اسلام علیکم ورحمه الله وبرکات
غزل
 د پښتون غږ


ددنیا دی نو ښتونو ډیر غمخوار کړم خپل تاریخ به دنیکونو درته اظهارکړم
چی هسکه وه شمله تر هندکشه دهغه نیکه په نوم به افتخار کرم


چی مدام دهرښکیلاک مخ ته سنگروو دمیونددشهیدانو روح به ښاد کړم
د انگریز او سره پرنگ په مقابل کی دغازی محمدجانخان به تاته یادکرم


چی غیرت بی په وطن اوپه پښتو کړ دهغه نیکه کړنلاره به اختیارکړم
اوس چی کاندی لدی قومه تهمتونه ستاپه فضل بی له خپلوکړوبیزارکړم


چی رخه زړه کښی زماقوم سره لرینه پخپل لاس به یی مری ورته په دارکړم
راگیرشوی دباتوروپه ټبر دی دمیوند تاریخ به بیا ورته تکرار کړم


سرلوړي دپښتون غواړم ستاله دره چی حاضر خزان په دوی باندی بهارکړم
 وردک دا آرمان په زړه لری ای ربــــــــه جی له هرڅنه اوچت دقام دستارکړم


 په درنښت
 داکتر خلیل الله تاج وردک