کور / تازه خبرونه / کندهار : دولت د ۳۰ طالبانو د وژلو خبر ه کوي

کندهار : دولت د ۳۰ طالبانو د وژلو خبر ه کوي

دکندهارولایت امنیتې چارواکې وایې دیرش تنه وسله وال طالبان یې وژلي .


دکندهار امنیه قومندان مل پاسوال سیداغا ثاقب وویل: تر پرون ناوخته یې په ارغنداب ولسوالۍ کې دګډوعملیاتوپه لړکې تردیرشو زیات طالبان وژلې اوتردیرشوډیریې ټپیان کړې.


نوموړې په عملیاتوکې دملې اردودیوه سرتیرې سربیره د دری تنوپولیسود وژل کیدو خبر هم ورکړ.


له بلې خوا قاری یوسف احمدې چې ځان طالب ویاندبولې رسنیوته په دې عملیاتوکې دڅلویښتوڅخه دزیاتوکورنیواوبهرنیوسرتیرودوژلو ادعا کړې.


نوموړې په نښته کې ددوه تنوطالبانو دټپې کیدوپخلې هم کړې دې.


دیادونې وړده چې په داتیروڅوورځوکې په یاده شوې ولسوالۍ کې دامنېتې چارواکوپه وینا ترسلوزیات طالبان مړه  اوټپیان شوې.


کندهار والي خبريالانو ته ويلي چي دارغنداب ولسوالي کي جګړه پای ته رسېدلې  خو تصفيوي عمليات  اوس هم روان دي .