کور / شعر / د خيــــــــال جو نــــــــــــــګــړه

د خيــــــــال جو نــــــــــــــګــړه

لکه ټپه د ليوني په يو خاموش بيابان کې
د زړه له تل نه مې سندره او نغمه راوزي 


يا لکه اوښکه د بېوزلې او نهيلې کونډې
د دواړو سترګو نه مې هسې په پلمه راوزي


پوهېږم نه چې دا مستي ده که نېستي ده زما
خو بې له واکه مې سينې نه هنګامه راوزي


لکه د سور تنور لوګی چې و هوا ته درومي
له اسوېلو سره مې سترګې او لېمه راوزي


ويلای نشم چې داڅه دی او له کومه کېږي
يم زورور که مې له عقل نه جامه راوزي


د خيال جونګړه مې د جهل په تورتم تياره شوه
که د جنون په اوږد نوم لړ کې مې نامه راوزي


ف – ث د خيال په بڼ کې داسې شان ګلونه ګوري
چې خوشبويي ترې د نسيم لکه وږمه راوزي


                      31 اکتوبر 2007