کور / تازه خبرونه / خوست دوه وييشت کيلومتره سرک جوړيږي

خوست دوه وييشت کيلومتره سرک جوړيږي

 


 د يعقوبيو اوځاځيميدان ولسوالۍ ترمنځ سړک چې ٢٢ کيلومتره اوږدوالی لري په خوست کې د ولايتي بيارغونې ډلې (PRT) لخوا د شپږويشت لکو امريکايي ډالر په لګښت په پاخه اواساسي توګه جوړيږي  او کار به يي په  يوه کال کې پای ته ورسيږي .


  خوست والي ارسلاجمال وويل چې يادشوې سړک  لس متره سورچې اوه متره پوخ اود درې متره يې  په خام ډول رغول کيږي .


خوست والي زياته کړه ددې سړک ارزښت پدې کې دی چې خوست ښار له ډيورنډ کرښي سره نښلوي او سوداګر وروڼه به په ډيرې اسانی سره وکولي شي چې  لدې لارې خپل مالونه يوبل خوا ته وليږدوي


ارسلا وايي  نوموړی سړک نه يوازې دخوست لپاره ارزښت لري بلکي د لر اوبر افغانانو لپاره يوه لويه اقتصادي پروژه ده


د ياد شوي سړک د جوړونې کارپيليدل  پداسي حال کې کيږي چې دا مهال په خوست کې  په نهو نورو سړکونو دپخيدنې کار روان دي .