کور / تازه خبرونه / د ګلستان د جګړې تر څنګ طالبانو بکوا هم ونيوله

د ګلستان د جګړې تر څنګ طالبانو بکوا هم ونيوله

افغان چارواکو خبر ورکړی دی چي د فراه په ولایت کي افغان او د ناټو ځواکونه د طالبانو سره په سختو جگړو بوخت دي.


يوه سيمه ايز چارواکي لراو برويبپاڼي ته وويل چي  دا جگړې ددوشنبې په ورځ هغه وخت شروع شوې کله چي طالبانو د گلستان ولسوالي ونیوله په دغو جگړو کې څو طالبان او دوه افغان سرتيري وژل شوي دي.


مامورین وایي چي د گلستان په ولسوالي کي جگړه نن هم په داسي حال کی روانه وه چي د ناټو په مشري ځواکونو  او افغان ملي اردو ددې سیمي د بیا نیولو د پاره تعرضي عملیات وکړل.


يوه سيمه ايز چارواکي چي د نوم پټ ساتلو ژمنه ورسره وسوه دا ومنله چي طالبانو دغه د بکوا ولسوالي هم ونیوله او په سلهاو خلک یې مجبور کړل چی د خپلو کورونو نه ووزي .