کور / خبرتیا او پيغامونه / اتمر ته لوړه حوصله او په چارو کي برياليتوب غواړو

اتمر ته لوړه حوصله او په چارو کي برياليتوب غواړو

د اتمر په ننګه



ګران او محترم اتمر صاحب:
خپلو خلكو ته چې خدمت كوې، نو دوې سترې قربانۍ به وركوې:
۱- د هغوى د خدمت او چوپړ لپاره به منډې ترړې وهې او هڅه به كوې، چې د هغوى د خير او ښېګڼې لپاره شپه او ورځ كار وكړې. 


۲- د هغو خلكو چې ته خدمت ورته كوې، بايد د هغوى له ډلې څخه د ځينو خلكو بدنيتۍ او د نورو حاسدينو دښمني هم پرغاړه واخلې.


موږ چې وينو حنيف اتمر ته دا دواړې پېښې ورشوې دي، يو خو يې په نره د مظلوم ولس خدمت ته مټې را بډ وهلې دي او له بلې خوا هم د خپلو ځينو بې وقاره خلكو لخوا پرې تهمتونه لګول كېږي او د هغه د خدمت حوصله زخمي او ټپي كول غواړي او هم د حاسدينو په سينو كې د دوښمنۍ او حسد لمبې پورته كېږي او په هره وسيله غواړي، چې د هغه د خدمت مخه ډب كړي.


ښاغلى اتمر صاحب: د الله ج لخوا درته برياليتوب او كاميابي غواړي، په ياد ولره، چې ښه هېڅكله نه وركېږي، كه هرڅو د حاسدين او ناپوهان مخه ډب كړي، آخر حق را لوڅېږې. مخكې هم د بشردوست تر كلكو ګوزارونو لاندې راغلى وئ، خو په پاى كې ټولو وليده، چې د هغه منډې ترړې بې ګټې تمامې شوې.
تاسې بايد دا ومنئ، چې خدمت كول ستره حوصله غواړي، ځكه داسې خلك شته چې ستاسې نېك احساست وژني او نه پرېږدي چې خپلو خلكو ته خدمت وكړئ.


هغه خلك چې په ريښتيا ستاسې د خدمت په ارزښت پوهېږي، هغوى ټول ستا تر شا ولاړ دي او ستاسې ننګه كوي، په خپلو چارو كې درته لا زيات برياليتوب غواړو او څرنګه چې انسان سهوه كېږي، نو الله ته سوال كوو چې ستاسې سهوې معاف كړې او د حق پر لاره مو ثابت قدمه وساتي.


ښاغلى نجيب كابلي چې هر څه وايي، ګيله ترې په كار نه ده، خو حشمت غني ته دا ويل غواړو چې خپل اصالت او د كوچيانو درنښت، وقار او غيرت در څخه كډه كړې ده، ددې خبره ښكاره بېلګه داده، چې تاته تل طلوع تلويزون بلنه دركوي او خپله دروازه پر تا سپكوي.


ښاغليه حشمت غني، داسې فكر مه كوه، چې طلوع تلويزون تاسې د يو مفكر او روڼد اندي په ډول خپلو پروګرامونو ته رابولي، بلكي هغوى په پښتنو كې ترتا بې وقاره او ټيټ شخصيته كس نه شي پيدا كولى، ځكه تاسې ته بلنه دركوي.


ښاغليه ستا د ټيټ شخصيت او كمې پوهې ښكاره دليل دا دى، چې تا په ټلويزون كې د اتمر په چارو نه بلكې په شخصيت هم نيوكې كولې او د هغه شخصيت مو جرحه كاوه او په ښكاره دې د خپلو پلرونو په وينا پښه اېښوده، چې وايې: (مېړه مړ كړه خو مېړانه يې مه وژنه).


موږ يو ځل بيا د اتمر حوصله لوړه غواړو او په چارو كې برياليتوب غواړو.
تل دې وي د خپل ولس اصلي خدمتګاران