کور / شعر / خـــــړ سیـــــــــــلاب

خـــــړ سیـــــــــــلاب


پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)ټیټی وریځی سیوری په هر خوا کوی
تالنده  آ سمان  کی   څه   غوغا  کوی


ګوره چی آ سمان نن په قهر شوی دی
اوښکی  تویوی  هم  واویلا   کوی


تندر د اوریښت سره یو ځای شوی
رعد او برق پر ځمکه څه رڼا کوی


ګوره طبیعت طوفانی  شوی   دی
اونی   لړزوی   پا ڼی   نڅا    کوی


خړسیلاب کوزیږی پاس له غرونونه
هرشی وړی له ځان سره بلوا  کوی


وبه   نړوی   د   ظالمانو       کور
ځکه خلک شپه او ورځ  خیرا کوی


نشی ټینګیدای بند  دسیلاب  په مخ
زور  د  اولس  ( مل» پا چا ګدا  کوی


 جرمني ۱۰-۱۲-۲۰۰۶