کور / د ډيورنډ کرښه / د پښتنو په لَو اشر ګډ دى!

د پښتنو په لَو اشر ګډ دى!

 


د پاکستان ترهګرې استخباراتي ادارې ائي ايس ائي چې په کندهار کې د پښتنو د لَو کولو لپاره کوم اشر شروع کړى و هغه د وزيرستان او باجوړ په لاره تر سواته ورسېدو. 


    آه سوات! باور وکړئ زړه مې ژاړي او له سترګو مې د اوښکو په ځاى وينې روانې دي. هغه سوات چې د ځمکې په سر د طبعي ښکلا او تاريخي اثارو يوه ژوندۍ ټوټه او بېلګه وه، هغه سوات چې خلک يې د پښتني ښايست نمونه وو، هغه سوات چې روح پکې خوشالېده، هغه سوات چې د سېل او چکر لپاره تر اروپا او امريکا يادېده، هغه سوات چې خلک يې د سېلګرۍ د صنعت په برکت د پښتنو د نورو سيمو د اوسېدونکو په نسبت زيات خوشال، متمدن، باسواده او خواږه وو، هغه سوات نن د پاکستان د ترهګرو لخوا د ځانمرګيو بريدونو او جګړو او د پاکستاني پوځ د خونخوارو هليکوپټرو تر بمبارۍ لاندې سلګۍ وهي. خلک يې يا خو د طالبانو لخوا ذبح کېږي او يا د پوځيانو لخوا وژل کېږي، د جنت په څېر ښکلي ځايونه يې ويجاړېږي، سرکونو او نورو عام المنفعه ځايونو ته ماينونه کرل کېږي او خلک د يخنۍ په دې موسم کې يو خوا بل خوا تښتي. دواړو خواوو ته د اسلام د سپين بېرغ لاندې د پښتنو عامه وژنه روانه ده. 


    له کندهاره تر سواته دا خونړۍ لوبه په لومړي سر کې د محدودو ډلو په سر په محدودو ځايونو کې د اور د لمبې په څېر توده وه خو د لوبې لوبغاړي چې کله په دې پوه شول چې پښتانه يو جاهل قام دى او د اسلام  د بېرغ په سيوري کې ورسره هر څه کولى شې، نو لوبه يې په خورا بې شرمۍ سره په هماغه يو ډول کرکټرونو او نومونو، يو بېرغ، يوه ناره او يو ډول کړنو وغزوله او نوره يې هم پر مخ بوتله. دا دى نن يې په سوات کې د پښتنو د سرونو په لَو اشر ګډ کړى دى او سبا دا کار په پېښور کې هم کېدو والا دى. کار دومره ګران ندى بس يو داسې مولانا ته به اړتيا وي چې د شريعت د نافذولو اعلان وکړي، يو څو ځانمرګي بريدونه وکړي، شل پنځويشت بې ګناه وګړي حلال کړي، د موسيقۍ او نايانو کاروبارونه بند کړي او بيا جهاد اعلان کړي. طريقه يې داده چې په لومړنيو ورځو کې ورته پوليس او پوځ هيڅ نه وايي خو چې کله په زرګونو وسله وال ترهګر سيمه کنټرول کړي او خلک د ترهګريزو اعمالو په ترسره کولو سره ترور او وډار کړي نو بيا پوځي هليکوپټرې هم پېدا شي او پوځ هم سيمې ته ورسېږي. بيا جګړه او بمباريانې. مري به پښتانه، ډالر به ای ايس ای ګټي او حکومت به د پوځ وي.


    کله تاسې غور وکړى چې له پيل څخه تراوسه پورې ددې لوبې اجنډه او طريقه څومره يو شانوالى لري!!؟


ناره د شريعت، طريقه د خلکو ذبح کول او عام المنفعه ځايونه ورانول، مرکزي کرکټر يو ملا يا مولانا، پېل يې جومات او پاى يې بمباري.


که لږ نور غور وکړئ نو د لوبې د بېلو بېلو برخو او د مرکزي کرکټرونو ترمنځ به هم ډېر ورته والى ووينئ. ان تر دې چې د دوى نومونه به هم په عمومي توګه د “م” له توري پېل کېږي او د “د” په توري به پاى ته رسېږي؛ لکه ملا عمر مجاهد (کندهار)، ملا دادالله اخوند (هلمند)، مولانا نېک محمد (وزيرستان)، مولانا غازي عبدالرشيد (اسلام اباد)، مولانا بېت الله محسود (وزيرستان)، مولانا صوفي محمد (ملاکنډ)، مولانا فقير محمد (باجوړ)، مولانا فضل الله صياد (سوات) او داسې نور. يواځې د قاضي حسېن احمد نوم له “م” څخه نه پېلېږي او د مولانا فضل الرحمان نوم په “د” سره پاى ته نه رسېږي. ښايي لامل يې دا وي چې دا دواړه ددې خونړۍ لوبې مرکزي کرکټرونه، نه بلکې “مرکزي مداريان” دي. دوى د جګړې په پېل کې نوکان جنګوي او خداى ته په سجده د پرېوتو سره د ډېرو مړو دعا غواړي او چې کله مړي وشي نو دوى بيا د هغو مړو څخه يو لوى ډېرى جوړ کړي، دپاسه پرې ودرېږي او خپل سياسي هدفونه بيانول پېل کړي. ګويا دوى ته د خپلې منافقانه نارې د وهلو لپاره د مړو يو داسې ډېرى پکار وي چې دوى پرې ښه جيګ ودرېږي او خلکو نه د حورو، شاتو، جنتونو او جوماتونو په نامه ووټ واخلي.


    په پاکستان او افغانستان کې يواځې پښتانه، نه اوسېږي؛ دلته نور ډېر قامونه هم شته، خو هغوى خپل ارام ژوند کوي او د خپل راتلونکي لپاره ښې لاسته راوړنې لري. دا يواځې پښتانه دي چې په دواړو هېوادونو کې ترهګر، ورانکاري، جاهلان، بې سواده، بې روزګاره، بې کاره، بې ارزښته او ناپوهه بلل کېږي. لامل يې هم دا يو دى چې پښتانه د تېرو څو لسيزو راهيسې په پرله پسې توګه د اسلام په نامه دوکه کېږي او وهل کېږي. زما يو ملګرى وايي چې پښتنو ته جاهلان ويل غلطه ده. زه پخپله هم پښتون يم خو په حقيقت سترګې نه شم پټولى نو ځکه وايم چې پښتانه جاهلان دي. دليل يې راسره دادى چې متل دى ړوند په يوه کنده کې دوه ځل نه پرېوځي. خو دا قام په دې يو ټکي له سل کرته زيات دوکه کړل شو. نو ايا دا د جهالت له بريده هم اوښتل ندي؟


که چيرې جهالت نه واى نو په کندهار کې چې ملايانو د اسلام په نامه کوم څه وکړل، پښتانه به وزيرستان او باجوړ کې په دغو ملايانو پسې نه ودرېدلى، سوات کې به يې نه پرېښودلى او له نورو سيمو څخه به يې هم شړلي واى. دوى به هغه خلک په دار ځړولي واى کوم چې د شريعت او اسلام په نامه ترهګري کوي، کوم چې زمونږ کاروبارونه او بازارونه ويجاړوي، کوم چې ماشومان له زده کړو بې برخې کوي، کوم چې د سيمې خلک ترور کوي، کوم چې خلک ذبح کوي او کوم چې د نورو د ملي او شخصي ګټو لپاره زمونږ وطنونه ورانوي او خلک مو راوژني. 


د خداى لپاره پښتنو ځانونه وپېژنئ
 تاسو لپاره خو به ځانله پېغمبر نه راځي!


زه خو اوس په دې فکر يم چې که پښتانه په دې لوبو نه پوهېږي، او په دې نه وي خبر چې دا د چا لخوا د څه لپاره روانې دي، نو بيا د دوى پوهول د پېغمبر د وس خبره هم نه ده .


mohammadismailafghan@yahoo.com