کور / خبرتیا او پيغامونه / په ولسي جرګه کي د پوهني دکاروان دوه پاټکيان

په ولسي جرګه کي د پوهني دکاروان دوه پاټکيان

د اساسي قانون او دملګرو ملتونو منشور ته په درناوي په هيواد کي د متوازن او ملي معارف پراختيا او په ولسي جرګه کي د پوهني د کاروان دوه پاټکيان



يو ځل بيا تيری او يو ځل بيا ناروا تورونه


د فرهنګي يرغلګرو د ټاکلي ستراتيژۍ له مخي ، د خپلو د بې پروايۍ – ناپوهۍ ؟ له وجي يو ځل بيا تر ژبي نيولي يو  او د يويشتمي پيړۍ په دې پرمختللې نړۍ کي مو د وړو او بېګنا بچيانو پر مخ د خاپوړو پر مېنه د ښوونځيو دروازې تړي او د خدای جل جلاله او انسانيت له لوري له ورکړي حق څخه يې بې برخي کوي .
له شيدو بېل سوي بچيان مو په فاشيزم تورنوي  ، يوازي په دې تور چي د خپلي مور په ژبه د زده کړو غوښتونکي دي .
ايا دا پوښتنه په ريشتيا فاشيزم او غوښتونکي يې فاشيستان دي ؟
که د مور په ژبه د زده کړو غوښتنه فاشيستي بڼه لري نو بيا د ملګرو ملتونو منشور او د هيواد اساسي قانون کومو ناڅرګندو فاشيستانو جوړ کړی ، بدلون پکي راتلل ضروري دي .


د ملګرو ملتونو په منشور کي هر ماشوم ته ددې حق ورکړه سوی  چي د خپلي مور په ژبه زده کړي تر سره کړي او دهر هيواد حکومتونو ته دنده سپارله سوې چي دوی ته د ددې کار زمينه برابره کړي .
همدا رنګه زموږ د هيواد د اساسي قانون  په شپاړسمه او درې څلويښتمه ماده کي حکم کوي چي جکومت دي  ټولو ماشومانو ته دي له هر ډول توپير پرته دهغوی په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه برابره کړي . موږ د پورتنيو قوانينو په رڼا کي نه يوازي خپلو بچو بلکي په هيواد کي ټولو مېشتو درنو وروڼو قومونو  په ژبه د هغوی بچو ته د زده کړو د زميني د برابرولو غوښتونکي يو .
که زموږ غوښتنه د ځان  د پاره وي نو په ريشتيا چي فاشيزم کوم حق چي د خپلو بچو له پاره غواړو په هماغه مينه ددغه حق د ازبکو ، ترکمنو ، تاجکو ، بلوڅو او خپلو نورو ټولو وروڼو قومونو د بچيو د پاره په خپل ټول قوت غوښتونکي يو .


خو لږ په دقت :
دافغانستان په ملي شورا کي دوه تنه وکيلانو ( ښاغلي نجيب کابلي او ښاغلي حشمت غني ) د طلوع په نوم د ايران پلوه شخصي تلويزيون سره په هغه مرکه کي چي د ملګرو ملتونو منشور او د هيواد اساسي قانون ته يې د پوره بې مسوليتۍ او يا هم د پوره ناپوهۍ له مخي په سپکاوي سره زموږ د بچيانو غوښتني په هيواد کي د نفاق لامل ګڼي او په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو پلويان فاشيستان ګڼي .


که له ښاغلي نجيب الله کابلي څخه د يوه روڼ اندي افغان په توګه وپوښتل سي چي موږ هڅه کوو چي ستا بچيان د مور په ژبه له زده کړو بې برخي کوو ، که تاسو ياست چي زموږ د وړو بچيانو پر مخ په مورنۍ ژبه د زده کړو علم  او معرفت دروازې تړئ ؟؟


که لږ تر لږه د يوه با خبره انسان په توګه د سالم وجدان خاوند ياست او په خپلو بچيو دخپلي مور په ژبه د زده کړي لورينه لرئ نو هيله ده زموږ بچي هم له دغه روا حق څخه مه بې برخي کوئ . که د نورو په لمسون د خيرنو افکارو خاوند نه ياست  او يا هم ( د جؤ از غيرت ) درپاته وي ، هيله من يم چي زموږ د بېګنا بچيانو او د هيواد داساسي قانون په وړاندي سر ټيټ کړئ او بخښنه وغواړئ .


ښاغلی نجيب کابلی
ايا تاسو ته يوه پښتانه هم رايه نه ده درکړې ؟  که يې رايه درکړې وي د خدای په دربار کي د خپل معقل په وړاندي مخ توري ياست ، چي بيرته د هغو په رواحق تيرئ کوئ . او که مطمين ياست نو بيا په دقيقه توګه  د يوه قوم او د يوې ژبي استازئ ياست ، او پر ذهن مو د پردو پالني تور جال خپور دی .


تاسو نه يوازي خپل اساسي قانون ته سپکاوی کړئ ، بلکي د ملګرو ملتونو منشور مو هم تر پښو لاندي کړئ .تاسو بايد د ملت په وړاندي ځواب ورکړئ او دا هغه حق دی چي زموږ بچيو ته د هيواد اساسي قانون ، يونسکو او د ملګرو ملتونو منشور ورکړی دی او موږ به يې پوښتنه ضرور کوو .


 او ښاغلي حشمت غني احمدزی
اوريدلي مو وه چي زموږ له توره بخته د هيواد نامتو پوهاند وياړلی نړيوال شخصيت پوهاند ډاکټر اشرف غني احمدزي د ورپېښي ناروغۍ له امله خپله معده ايستلې ، خدای تعالی ج دي وکړي چي ريشتيا نه وي او که خدای مکړه ريشتيا وي دوی ته د الله پاک له دربار څخه د روغتيا او سلامتيا هيله کوو ، مګر له ايران پلوه طلوع تلويزيون څخه ستاسو تر مرکې وروسته زما او زما په شان نورو ملګرو په ذهن کي دوې پوښتنې راځي :
۱   ستاسو يې لکه چي ماغزه ايستلي ، که ريشتيا وي په داسي مرض ککړ ناروغ په رسمي او قانوني توګه د خلکو د استازيتوب حق نه لري ، تاسو بايد استعفا ورکړئ او يا هم هم د ملالۍ جويا پر ځای شورا ته ستاسو د ورتګ مخه ونيوله سي .
۲       او يا هم غواړئ چی د تل په شان دي ستاسو لکونه لکونه موکيلين کډي په شا په باميان او بدخشان کي د طالبانو په نامه  او په سوات او پېښور کي د ترهګرو په نامه تپل کيږي ، رټل کيږي ، بچيان دي يې دتل په شان په وږو مېږو  او اوښانو پسي پښې لوڅي ګرځي تر څو تاسو   و نه پيژني ، ستاسو له کرکي اګا نه وي او د خپل روا حق غوښتنه درڅخه ونه کړای سي    او ستا بچيان دي د امرېکې په پوهنتونونو کي لوړي زده کړي ترسره کوي تر څو د همدغو کډي په شاوو راتلونکي وکيلان پاته سي .


د وزير اکبر خان مېني او واشنګټن په ماڼيو کي له عيشه ډک ژوند ولري خو د کوچيانو بچيان دي د خپلي مور په ژبه له زده کړو بې برخي وي .  هغه مشهور متل دی چي ( ستا سو له دواړو شک نسته ) .
که داسي نه وي نو د طلوع تلويزيون سره دمرکې په ترڅ کي ستا ملي ضد څرګندوني څه معنا لري .


تاسو دواړه ملي ضد اود خپلو خلکو ضد ، زموږ د ماشومانو د پوهي ، معرفت او علم لاره وهونکي په داسي چا خپل لړلي لاسونه پاکوئ چي هغوی  په دواړو وزارتونو کي  د خپلي دندي پرمهال د وزير په توګه خپلو خلکو ته امتحان ورکړی دی ، ولس يې د خدمتونو شاهد دی ، دکليو د پراختيا په وزارت کي يې بېله توپيره د هر کلي لپاره د څښلو اوبه برابري کړې ، پرته له دې چي وګوري  چي په ازبکي ږغيږي که په پښتو ، ترکمن دی که هزاره ، تاجک او که  د هيواد له نورو قومونو څخه .


د پلونو او سړکو نو پر جوړېدو بوخت و ، د هيواد له يوې پولي تر بلي پولي يې د ولس شوراګاني په ډير طبعي ډول رامنځته کړې  او  دولس د خدمت په لاره  کي يې په همېشنۍ توګه له دغو شوراګانو د لازمو مشورو او لارښوونو غوښتنه کوله او اوس د پوهني د وزير په توګه  ددوی له پاره د وياړ ځای دی چي په خدمتونو يې ټول هيوادال وياړي ، هره ورځ يې له هيواد بهر لمن غوړولې وي او د ازبکو ، هزاره ګانو ، پښتنو ، بلوڅو ، تاجکو او نورو ټولو د هيواد بچيانو ته دتعليم او زده کړو د ښو شرايطو د برابرولو د پاره له نړيوالي ټولني خير ټولوي او په هيواد کي دننه په پوره سرلوړۍ او متانت څرګندوي چي اتمر د هيواد د اساسي قانون په رڼا کي خپل ټاکل سوي جمهور ريس او ولسي جرګې ته ډاډ ورکوي .


 دافغانستان د پوهني د وزير په توګه په هيواد کي مېشت د هر قوم سپېڅلي بچيو ته د هغوی په مورنۍ ژبه د زده کړو شرايط برابروي  ، تر څو د هري ترکمني ، ازبکي ، تاجکي ، پښتنې ، هزاره ګۍ ميندو بچيان وکولای سي چي په خپل يو موټي هيواد افغانستان کي په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو حق ترلاسه کړي .  داد يووالی احترام ، دموکراسۍ او معارف  فرورۍ نښه .
په سپېځلي وجدان قضاوت او داوري په تاسو درنو لوستونکو پوري اړه لري .
که په ليکنه کي د بل چا په حق تيرئ سوی وي ، تيروتني راته په نښه کړئ  او که نه  نو هيله ده هر وطنپال افغان په خپل وار سره نجيب کابلی او حشمت غني د خپلو روا او قانوني ليکنو اوغوښتنو په وسيله دې ته مجبوره کړي تر څو د نړيوال منشور او خپل اساسي قانون ته د سپکاوۍ په وجه زموږ د هيواد له بچيانو بخښنه وغواړي .


دپوهني د لاره وهونکو  مخه ونيسئ


موږ د پوهني له رڼا سره مينه لرو ،
دغه رڼا چي د هر چا جونګړه رڼا کوي ، زموږ زړونه پرې رڼيږي .


 بريالي اوسئ