کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نوي نسل ته د کېبل ګټه او زيان

نوي نسل ته د کېبل ګټه او زيان

 


د اطلاعاتي ټيكنالوجۍ لـه پر مختګ سره د برېښنايي ميډيا يا اطلاعاتو په برخه كې هم نوي انقلابونه وزېږېدل چې په دې لړ كې يو ډول نوې ذريعې د استعمال وړ وګرځېدې. همدا رنګه بېلابېل نوي څيزونه ايجاد شول چې لـه دغو نويو شيانو څخه يو هم Cable Network تار دى. كېبل د ټلويزيون د هغې ليكې نوم دى، چې پر يوه ټلويزيون د سټلايت بېشمېره چينلونه ښكاره كوي.


د كېبل ليكه لـه يوه مخصوص ځاى څخه د ښار مختلفو سيمو ته غزول كېږي. همدا رنګه د ټلويزيون كتونكي كولاى شي چې په وړيا توګه يوازې د يوه برقي تار په مرسته د سټلايټ بېشمېره بهرني  چينلونه وګوري، لكه څنګه چې تاسې پوهېږئ ټلويزيون د برقي اطلاعاتو په ډګر كې يو ډېر مهم رول لوبوي، پر مختللي هېوادونه د تلويزيون بېلابېل پروګرامونه د خپلو سياسي، صنعتي، كلتوري او ټولنيزو ګټو لپاره په كار اچوي، ځكه خو ټول مشهوره چينلونه د پرمختللېو هېوادونو په لاس كې دي . دغه هېوادونه غواړي د ستلايټ چينلونو په مرسته په نوره نړۍ كې د خپلو شيانو د خرڅولو لپاره نوى ماركېټ پيداكړي. همدارنګه دوى غواړي چې په نورو هېوادونو كې خپل سياسي ملګري هم پيدا كړي ، نو ځكه د سټلايټ نور زيات معلوماتي چينلونه چې عامو خلكو ته د كېبل په مرسته ښكاره كېږي، زيات ګټور دي. همدغه د كېبل سپورټي ، تعليمي، او د ساتيرۍ چينلونه ډېر ګټور او د ستاينې وړ دي. كه چېرې موږ د كېبل ګټوته پام وكړو ، نو ډېرې زياتې ګټې لري. يو زده كوونكى كولاى شي چې د كېبل په مرسته د نړۍ لـه سياسي ، سپورټي او ټولنيزو حالاتو څخه ځان خبر، همدغه راز ماركېټ ته د نويو راغليو شيانو ننداره وكړي. همدارنګه خلك كولاى شي چې په خپل كور كې په آرامه باندې د ساتيرۍ لـه پروګرامونو څخه ګټه واخلي.  كه يو كتونكى وغواړي د بهرنۍ نړۍ لـه حالاتو څخه ځان خبر كړي، نو كېبل تر ټولو ښه او وړيا لار ده.


خو لـه بده مرغه ، د كېبل ليكې لـه خپلو ډېرو ګټو سره سره، دېر زيات تاوانونه هم لري ، چې زموږ پرخلكو ، په خاصه توګه پرنوى نسل ډېرې ناوړه اغېزې اچوي.


تقريباً يوه لسيزه كېږي چې ځينو ازادو كمپنيو د هېواد په ښارونو كې ډېر د كېبل ليكې خپرې كړې دي،لـه كورونو څخه د باندې هوټلونو او نورو ځايونو ته هم مخ پر غزېدو دي. څرنګه چې تاسو پوهېږئ. زموږ په هېواد كې زيات شمېر خلك يا د غربت لـه وجې او يا دمذهبي او قبايلي رواياتو لـه وجې په خپل كور كې ټلويزيون نه ږدې.


په هوټلونو  كې د كېبل د ليكې لـه خپرېدو سره د هېواد پر اجتماعي ژوند ډېرې ناوړه اغېزې پرېوتي . زموږ د مشرانو د غفلت او بې توجهۍ لـه وجې د مكتب يا ښوونځي شاګردان د خپل ساتيرۍ لپاره دغو هوټلونو ته ورځي او د كېبل په مرسته د ساتېرۍ رنګارنګ فلمونه ګوري. د هوټلونو مالكان د يو څو روپو د ګټې لپاره دا كوچنيان لـه دې كاره نه منع كوي. البته په دې اړه لومړى د دغو كوچنيانو د مور او پلار دروند مسووليت لري چې خپلو اولادونو ته  پام وساتي يا د كېبل لـه ناوړو اغېزو څخه د نوي نسل د منع كولو په اړه پوليس هم دروند مسووليت لري. خو لـه بده مرغه چې د پوليسو اداره خپلـه دغه ذمه واري بالكل نه پوره كوي. د پوليسو لوى او واړه مامورين د هوټلونو لـه واكدا رانو څخه يوازې خپلـه ونډه اخلي او په جېبونو كې يې اچوي، نور نه ګوري  چې آيا په دې هوټل كې كوم ناوړه كارونه كېږي؟ هغه پنځلس كلن زلميان چې لـه مكتب څخه پټ شوي وي، په قانوني توګه دغو هوټلونو ته د تګ اجازه نه لري، خو د پوليسو مامورين د هوټل د مالكانو او خپلو ګټو لپاره  تر پنځلس كلن وړوكي ماشومان لـه دغو هوټلونو څخه نه منع كوي اونه غواړي چې د هوټل مالكان لـه ځان څخه خپه كړي.


پوليسو ته په كاردي چي د هوټل پر مالكانو زور واچوي چې دغسې واړه ماشومان خپل هوټل ته پرې نه ږدي او پر هغو هوټلونو دې  نظر وساتي او نوي ځوانان دې لـه اخلاقې فساد څخه وساتي.