کور / z_buitenland_news -- 5 / کراچي: د ANP چارواکی فضل رحمان کاکا خېل ووژل سو

کراچي: د ANP چارواکی فضل رحمان کاکا خېل ووژل سو

 


 د کراچۍ د سهراب ګوټ په سيمه کښې د عوامي نېشنل ګوند د سندهـ ايالت مرستيال فضل الرحمان کاکا خيل ووژل شو ، د سچل تاڼې په سيمه کښې وسلوالو کسانو د عوامي نېشنل ګوند د سندهـ ايالت د مرستيال صدر پر موټر ډزې وکړې ، په پېښه کښې نوموړۍ سخت ژوبل شو چې بيا يې په عباسي شهيد روغتون کښې سا ورکړه ، په پېښه کښې يې يو ملګرۍ ژوبل سوى هم دى ، چې حالت يې د پام وړ دۍ ، د پېښې وروسته راپاريدونکو کسانو لخوا سهراب ګوټ ، قائد آباد ، بلدير ټاون ، او بنارس کښې اخوډب جوړ شو او ډزې وشوې ، د پېښې وروسته په کراچۍ کښې کلک امنيتي تدابير ونيول شول.