کور / تازه خبرونه / د لر افغانستان په نا ارامه سيمو کي اوربند اعلان سو

د لر افغانستان په نا ارامه سيمو کي اوربند اعلان سو

 


  د طالبانو تنظيم له وزيرستان څخه بيا تر سوات پورې د پوځ په خلاف روانو عملياتو ځنډولو اعلان وکړ ، دغه اعلان د تحريک طالبان پاکستان لخوا پداسې حال کښې کېږي چې د پاکستان حکومت لخوا په وزيرستان او سوات کښې د طالبانو په ضد عملياتو کښې کمبوت راغلۍ دۍ ، د تحريک طالبانو پاکستان مشر مولوي عمر د ناڅرګند ځاۍ څخه بى بى سى ته د ټليفون پر کرښه ويلي دي چې مونږ مخکښې هم دغه خبره کړې ده ، که چرته څوک راسره جګړه نه کوي ، نو مونږ ورسره جګړه نه کوو او که چرته څوک له مونږ سره ډغره وهل غواړي ، نو بشپړه مقابله ورسره کوو ، د طالبآنو وياند دغه خبره رد کړې ده چې ګواکې د طالبانو او حکومت تر منځ پټې خبرې اترې شوي دي ، مولوي عمر زياته کړې ده چې له تېرو څو ورځو څخه پوځ په عملياتو کښې کمبوت راوستۍ دى ، ځکه موږ اوربند اعلانوو ، تر هغه وخت پورې چې د امنيتي ځواکونو لخوا نوى اعلان کېږي.