کور / تازه خبرونه / په لر افغانستان کي پاکستانۍ الوتکه وغورځول شوه

په لر افغانستان کي پاکستانۍ الوتکه وغورځول شوه

 


 قبائيلي سيمه سهيلي وزيرستان کښې د پاکستاني پوځ هيلي کاپټر راوغورځولې  او له امله د ميجر جنرال جاوېد سلطان په شمول د پوځ اته افسران ووژل شول ، د پوځ د وياند اطهر عباس د وينا تر مخه هيلي کاپټر په سهيلي وزيرستان کښې واڼه جنډوله روډ باندې د تنائي په سيمه کښې تېره ورځ دوې بجې راوغورځيدۍ ، په هيلي کاپټر غورځيدو په پېښه کښې بريګيډير افضل چيمه ، بريګډئير سعيد خان ، کرنل عمر فاروق ، کيپټن شهزاد ، کيپټن نويد ، کيپټن هارون او لانس نايک امير وژل شوى دى ، د يادونې وړ ده چې جنرال جاوېد سلطان تېر کال د کوهاټ جى او سي ټاکل شوۍ وو ، د پوځ وياند زياته کړې دهخ چې جنرال جاوېد د معمول په دوره وه ، چې دغه پېښه رامنځته شوه هيلى کاپټر په سيمه کښې د مرستې په کارو کښې کاريدۍ.