طالبان : په کندهار کی پر واده حمله اشغالګرانو کړې ده

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 9th, 2010


طالبانو اعلان وکړ چی دوی د ارغنداب په ناګهان کی د واده په مراسمو کی په چاودنه کی هیڅ لاس نلری او هغه یې د اشغالګرو ځواکونو دسیسه وبلله . قاری یوسف احمدی رسنیو ته وویل چی دښمن غواړی له دې لاری عامه دهشت خپور کړی او هڅه کوی چی د عراق غوندی په افغانستان کی هم د دغه ډول مرموزو چاودنو او عامو وژنو له لاری په طالبانو پسی تبلیغاتو ته پلمه پیدا کړی .
احمدی دا پیښه سخته وغندله او د متأثرو کورنیو سره یې خواخوږي وښودله او دا پیښه یې د نړیوالو یرغلګرو له زړه بوږنونکو کړنو څخه وبلله .

Copyright Larawbar 2007-2024