فاروق خان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړيتوب اعلان کړ

د لراوبر اداره | جون 10th, 2010


په د خيبرپښتونخوا د کِرک په ولسوالي کښې د عوامي نشنل ګوند د تحصيل صدر محمد فاروق خان په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کښې د غړيتوب اعلان وکړل.
نن په کرک کښې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ضلعي سينئر معاون سيکرټري  رفع الله خان خټک او د نورو ملګرو په ګډون په يوا غونډه کښې د عوامي نشنل ګوند د تحصيل صدر محمد فاروق خان سره د ملګرو په پښتونخوا م.ع.پ . کښې د غړيتوب اعلان وکړل.
په غونډا کښې د پښتونخوا ميپ نوي ملګري اويل چې پښتونخوا ميپ يواځنۍ پارټي د چې د پښتون قام نمائندګي که يي.په هره سخته کښې اخپل قام  يواځى نپريږدي او د وطن په هر وګړى اخپل بچى بولي.هاغه نورو پښتنو ته هم په پښتونخوا ميپ کښې د ګډون اعلان وکړل.په غونډه کښې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نورو مشرانو هم وينا ګانې وکړلې.لکه ګل اسلم خان او رفع الله خان.او دوي دې نوؤ ملګرو ته په ګوند کښې په غړيتوب هرکلى وکړل.او مبارکي يې ورکړله.

Copyright Larawbar 2007-2024