کور / z_buitenland_news -- 5 / امريکا:ترهګرو د پاکستان وجود په خطر کي کړی دی

امريکا:ترهګرو د پاکستان وجود په خطر کي کړی دی

 



د امريکا استخباراتي شبکه وايي چې ترهه ګرو اوس د پاکستان وجود په خطر ته اچولی دى ، په پاکستان کښې د تېر کال د ترهه ګرۍ په بريدونو کښې د مرګ ژوبلى شمېر د پاکستان د تېري څلور کلني دورې څخه زيات دی ، د واشنګټن پوسټ تر مخه د استخباراتي کميټۍ ته په خپل مخامخ بيان کښې ويلي دي چې قبائيلي سيمې اوس د القاعده په ځالو بدلې شوى دى ، او اوس د پاکستان د پوځ مشران هم دغه خبره مني چې ددغه کسانو مخه نيولو لپاره سختو عملياتو ته اړتيا ده ، د پاکستان د سياسي حالاتو په اړه مائيک ميلونيل زياته کړې ده چې پاکستان اوس دغه خبره منلې ده چې القاعده او طالبان اوس د پاکستان وجود ته خطر دى.