کور / تازه خبرونه / په لراوبروطن واوري او ساړو ستونزي زېږولې

په لراوبروطن واوري او ساړو ستونزي زېږولې

 


 د ټول لوی افغانستان په زيات شمېر ښارونو کښې د يخنۍ واورې او باران د ورښت لړۍ دوام لري ، د واورې د ورښت له امله ګڼ شمېر لارې بندې شوى دى ، مانسهره او بالاکوټ کښې له درې ورځو څخه پرله پسې د واورې او باران ورښت پيل دى ، د واورې له امله د کاغان لويه لارې ځاى په ځاى بنده شوې ده ، د تحصيل بالاکوټ په ماهنډرۍ ګنول ، جاريد او بونجه کښې دوه فټ او کاغان باندې تر څلور فټ زياته واوره ورېدلې ده ، د ايبټ آباد په سيمه ګليات کښې د واورې د ورښت له امله کاروبار په ټپه درېدلۍ او لارې بندې پاته دي ، د چترال په ښاري سيمو کښې درې فټه زياته واوره ورېدلې ده ، کوئټه او شاوخوا سيمو له تېرو درې ورځو څخه د واورې ورښت خلک له ستونزو سره مخامخ کړى دى ، بلخوا ته مستونګ ، قلات ، لورلائي ، ژوب، خاران ، زيارت پشين ، بولان ، نوشکي ، مسلم باغ او نورو سيمو کښې د واورې ورښت دوام لري ، کوژک کښې درې فټ او توبه اڅکزى او توبه کاکړي کښې اووه فټ واوره ورېدلې ده ، د چمن کويټې لاره له تېرو پنځو ورځو څخه بنده ده. تر ډيورنډ کرښي ها خوا نن له خوست څخه هم د واوري خبرونه او انځورونه خپاره سوي دي ، دغه ډول هرات ، کندهار ، کابل او د بر افغانستان په زياتو سيمو کي په سلګونو کسان د يخي هوا او واورو له امله وژل سوي دي .  ولس پر نړيوالو خيريه ادارو ږغ کړی دی چي د لر او بر افغانستان د جګړې ځپلو سيمو څخه بېځايه سويو کورونيو سره دي بېړنۍ مرستي وکړي .