کور / شعر / جانانه تاته وايم !

جانانه تاته وايم !

 


   تانه به هېر وي هغه تېر وختونه


تانه به هېر وي هغه تېر يادونه


ځکه خو تا ته درلېږمه دغه څو بيتونه


يو څو د غم لفظونه


 ګوره په ياد دې ښه دي


 خو راته نه يې وايې


احساس د وېرې کوې


 يا خو د بل چا سره مينه کوې


يا خو دې مينه بازاري غوندې ده


جانانه تا ته وايم در نه يوه هيله کوم


درته زارۍ کوم ژړا کومه


زه ستا د مينې اور سوځلې کړولې يمه


ګناه مې څه ده څه سزا راکوې


د جېلخانې په کتابونو کې دې نوم لټوم


ګوندې پيدا دې هغه ورک اسم کړم


اوس رانه هېرې دې ستا ښکلې سترګې


ستا هغه تورې مرمرينې سترګې


د سر خيرات د پښو دې خاورې شمه


له تا نه ځار او چې لوګی لوګی شم


وايم دا روح مې ته ژوندون مې ته يې


خو کاش چې تا هم ګرانه زما په شاني


له مينې ډک زړګى لرلاى اشنا


بيا به مې ولې ژوند غمونو کې وای


بيا به مې ولې ژوند غمونو کې وای



د سپوږمۍ مجلې څخه په مننه .