کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / موږ له خپله بخته ژاړو

موږ له خپله بخته ژاړو

 


وايي وخت او زمان ډېر بدلون موندلی، د ټولو له خولو اورو چې هر څيز خپله اصلي بڼې ته بدلون ورکړی، په ځينو شيانو کې مثبت بدلون راغلی او ځينې شيان بيا ورځ تر بلې منفي لور ته زور وهي ـ که وګورو په انسانانو کې هم د پخوا په پرتله ډېر بدلون ليدلای شو، په وړاندې وختونو کې چې به کله د يو چا په اړه په کوم کلي او يا سيمې کې د خلکو له خوا پرېکړه وشوه چې پلانی سړی به د کلي د ملکتوب دنده په غاړه اخلي نو په نښه شوی سړی به له دې کبله ډېر خپه او خواشينی و، چې د ټول کلي او سيمې مسووليت يې په غاړه شو، خو خلکو به هغه کس دې ته اړايست چې د خلکو له خوا ورسپارل شوې دنده پر غاړه واخلي ـ خو اوس داسې نه ده، څومره چې وخت تېر شوی هغومره په خلکو کې هم بدلون راغلی، هر څه په بل مخ اوښتي، اوس په دولت کې د يوې وړې دندې موندلو لپاره ډېرو کسانو ته زارۍ او ننواتې کول يوه عادي خبره او شجاعت ګڼل کېږي، په زرګونو پيسې خرڅوي تر څو يوه داسې ځای ته ځان ورسوي چې هلته د چا خبره پيدا او پنا ډېره وي، يعني هلته يې د څه ګټې وټې امکان ډېر وي .



دا کلتور او رواج اوس په موږ کې ډېره وده کړې او تر دې بريده رارسېدلی چې اوس نه يوازې دولتي مامورين خپله يوه دنده چې هلته پيسې ډېرې وي د بډو او رشوتونو په توسط تر لاسه کوي بلکې اوس د ولايتونو واليان هم د ځان لپاره دنده په پيسو رانيسي، او دا خو طبيعي خبره ده کله چې يو شی يو څوک په پيسو رانيسي نو ملکيت يې د هماغه چا په نوم شي او بيا څوک جرئت نه شي کولای چي د ده د شخصي ملکيت په اړه دې غلط فکر وکړي .



وايې خبرې سپينې او په ډانګ پېيلې ښه دي، د کندهار پر اوسني والي ښاغلي اسدالله خالد باندې هم وړاندې تېره شوې بېلګه ښه تدبيقېدای شي ـ دا ښاغلی هم ممکن خپلې دندې ته د رسېدو لپاره ډېرې هڅې او خولې توی کړې وي چې بالاخره په خپله موخه کې بريالی شو او خپل شخصي ملکيت يې تر لاسه کړ .



په لومړي سر کې کندهار  ولس ډېر خوشاله او خوشبينه وو او هيله يې لرله چې د نوي والي ښاغلي خالد په راتګ سره به کندهار ته ډېره پاملرنه وشي، په بيارغنيزو چارو کې به چټکوالی راشي، امنيت به سم شي، تجارت او راکړه ورکړه به سمه شي خو دا هر څه برعکس شول، ځکه طبيعي خبره ده يو څوک چې کله خپلې موخې ته په رسېدو بريالی شي هغه نور نه د چا لپاره فکر وهي او نه غواړي چرت پرې خراب کړي ـ.



ډېری کسان په دې اند وو، چې کندهار ته د ښاغلي شېرزی پر ځای د نوي والي راتګ به ځکه ډېرې مثبتې پايلې ولري چې ښاغلی خالد د شېرزي په پرتله ډېر لوستی، تعليميافته او ګرځېدلی کس  دی ـ خو له بده مرغه دا نظريه هم په بشپړه توګه غلطه او يوه تېروتنه وه ـ هغه کس چې خلکو نالوستی او غير مسلکي باله، د اوسني په پرتله په لږ وخت کې دومره ستر او نه هېرېدونکي کارونه وکړل چې ډېر ناراضه او خپه کسان يې له ځانه راضي او له لويه تر کوچني د شېرزی نوم په ډېر درنښت يادوي ـ خو له کوم وخت راهيسې چې ښاغلي خالد دا دنده په غاړه اخيستې په خپله کابو درېنيم کلنه دوره کې يې کوم د پام وړ کار تر سترګو نه شو، بلکې حالات نور هم د خرابېدو په لور روان دي ـ.



ځينې خلک په دې فکر هم وو چې ښاغلی شېرزی ځکه په کندهار کې ډېر پلويان لري چې د همدې ولايت اوسېدونکی دی، خو که اوس وکتل شي هماغه شېرزی چې د کندهار اوسېدونکی دی په جلال اباد کې د کندهار په پرتله څو برابره نور پلويان پيدا کړي او خلک ترې ډېر خوشاله دي .



له دې خبرو مو موخه خدای مه کړه دا نه ده چې د کوم چا شخصيت ته سپکاوی وشي، بلکې موږ له خپله بخته ژاړو چې په څلورو کلونو کې د ولس لپاره هېڅ ونه شول هېڅ پرمختګ مو ونه کړ، يوازې شخصي جېبونه او کاتې لوړې شوي او  بس .