له پښتون پاچا او پښتون وزير څخه د پښتو لپاره خيرات

د لراوبر اداره | فبروري 6th, 2008



سږ کال د يونېسکو له خوا دژبو نړيوال کال او د کب دويمه ( د فبروري 21 ) نېټه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ نومول شوې . پښتانه په خپل کور کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځي ، چې لايې هم په مېليونو ماشومان په خپله مورنۍ ژبه له زده کړو څخه محروم دي او لا هم په مورنۍ ژبه د دوی د زده کړو او د خبرو حق ته  دجنايت او فاشېزم په سترګه کتل کيږي .


په همدې وطن کې ،چې د پښتون بابا ابدالي احمدشاه په مټو جوړشوی ، د پوهنې پښتون وزير وايي ، چې که پښتانه په خپله ژبه زده کړه غواړي کېدای شي ملي وحدت خراب شي . په څلورنيم مېليوني کابل کې ، چې تر نيمايي زيات اوسېدونکي يې پښتانه دي ، دپوهنې وزير صاحب په ډېرې اتلولۍ وايي ، چې پښتانه يوازې د يوولس ښوونځيو مستحق دي ، خو که نور ښوونځي غواړي لومړی بايد د ټولو ماشومانو له ميندو پلرو څخه موافقه  او بيا له ولسمشر څخه احکام واخلي . يعنې که د پښتون بچی د نورو په ژبه زده کړه کوي نو موافقې او احکامو ته اړتيا نشته ، خو که په خپله ژبه يې کوي بايدموافقه او احکام راوړي .


سړی نه پوهيږي ، چې دې پښتنو ته چا ښېرا کړې ، همدا چې واک ته ورسيږي نو لومړی له خپلو پښتنو سره دېپلوماسي ( چلوټ ) پيلوي او پر حقونو يې پښه ږدي .


درې کاله کيږي ، چې کابل مېشتي پښتانه په پرله پسې توګه خپلو بچو ته د پښتو ښوونځيو غوښتنه کوي ، خو نه يې پښتون پاچا غږ اوري او نه هم د پوهنې پښتون وزير . وزير صاحب وايي ، چې يو مليميتر به هم له قانون څخه په شا نه شي ، خو په واقعيت کې د هغې د پلې کېدو په لار کې يو مليميتر هم حرکت نه کوي . تاسې څه فکر کوئ ، چې دا يوولس ښوونځي هم د وزير صاحب دپېرزو يا خيرات برکت دی ؟ نه دا د همدې کابل مېشتو پښتنو د زړه په وينو تر لاسه شوي ، ولسمشر ته ورغلي ، د ښوونځيو له مديرانو ، له ښوونکواو د پوهنې وزارت له چارواکو سره يې په لسګونو غونډې کړي ، له ښوونځيو يې احصايې راټولې کړي ، په خپلو اوږو يې پښتو کتابونه چلولي ، د ښوونکو د مقررۍ امرونه يې په شخصي منډو ترړو اخېستي ، خو وزير صاحب بيا د همدغو ښوونځيو چارې خپل پنچشيري سلاکار ( کرم خېل ) يا ستمي ظهور افغان ته سپاري او يا هم د احمد شاه بابا مينې په څېر سيمې ته د پروسې د تخريب لپاره د پوهنې پنجشېری مدير استوي .


دا چې په مورنۍ ژبه زده کړه څومره قانونيت او يا ګټه لري ، زه په دې هکله خبرې نه کوم ، يوازې غواړم يوې خبرې ته د ولسمشر اووزير صاحب پام راواړوم :


په 1948 کال کې هغه وخت ، چې پاکستان او بنګله دېش يو هېواد و ، محمد علي جناح اردو ژبه د ټول پاکستان لپاره د رسمي ژبې په توګه اعلان کړه ، بنګاليانو چې په بنګالي ژبه خبرې کوي اعتراض وکړ او د 1952 کال د فبروري په 21 نېټه يې لاريونونه ترسره کړل . دغه لاريونونه د پاکستاني پوځيانو له خوا وځپل شول او يو زيات شمېر بنګاليان د خپلې مورنۍ ژبې لپاره شهيدان شول . له همدې امله بنګله دېش دا ورځ د شهيدانو ورځ او يونېسکو د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ نومولې ده .


بنګاليانو خو له پنجابيانو څخه د حق غوښتنه کوله ، خو دلته پښتانه له خپل پښتون پاچا او پښتون وزير څخه د خپل حق خيرات غواړي . که چېرې دوی ته خپل حق ورنه کړل شي ، ښايي دوی هم لارو کوڅو ته راووځي او له امکان څخه لرې نه ده ، چې د شورای نظار ملېشې يې سړکونه په وينو رنګ کړي .


زه په زغرده وايم ، خدای مه کړه که موږ داسې ورځې ته اړشو، نو زموږ خون به د همدې پښتون پاچا او پښتون وزير پرغاړه وي .


 

«

Copyright Larawbar 2007-2024