کندوز: پر امريکايي ځواکونو چاودنه شوې

34 | جون 12th, 2010


نن ماسپيښين دکندوز ښار اړونده سيمه کې په بهرنيو ځواکونو باندي بمې چاودنه رامنځ ته شوه : دغه چاودنه دکندوز ښارلمر پريوته لورته دزاخيلو په سيمه کې رامنځ ته شويده .
د وسلوالو طالبانو ويب پاڼې ته دټيلفون پرکرښه د چاودنې مسووليت په غاړه واخيسته او وويل چې دغه چاودنه چې دځاي پرځاي شوي ماين پواسطه رامنځ ته شوي په پايله کې 6 بهرنې سرتيرې وزل شوي دي
خو له بل لورې د په کندوز ميشت دايساف ځواکونو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن ويبر له قوله دهغه افغان دمطبوعاتو مسوول ويب پاڼې ته وويل چې ددغه پيښې په اړه دمګړې ورسره مالومات نشته ولې هغه وويل چې چاودنه پرامرييکانوترسره شويدي.
دامهال دچاودنې دځاي پرسر چورلکې تاوييږي او خبريالانو ته يي اجازه ورنکړه چې دپيښې ځاي ته ورشي ترڅو….. ددي خبر پوره جزييات به وروسته پرليکه شئ .

Copyright Larawbar 2007-2024