یو امریکایی پوځی او پنځه پولیس ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 12th, 2010


دویچه پریس ایجنسی په خپل تازه خبر کی لیکی چی نن د کندز ولایت په زاخیلو کی د سړک د غاړی ماین یو امریکایی عسکر هغه مهال وواژه او درې نور یې سخت ټپیان کړل چی زرهپوش یې پر ماین وخوت ( لر او بر دا خبر لږ شېبه مخکی خپور کړی دی ) . په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۱۱۴ ته ورسېدل .
د یو بل خبر له مخی چی د آیرلینډ « انډپنډنټ » خپرونی ورکړ ، وایی چی نن د کندهار په خاکریز ولسوالي کی پنځه پولیس افسران د سړک د غاړی ماین والوزول .

Copyright Larawbar 2007-2024