کور / خبرتیا او پيغامونه / دغازي محمدجانخان علمي او مشورتي ټولني څرګندوني

دغازي محمدجانخان علمي او مشورتي ټولني څرګندوني

څـــــــــــرګنــــــــــــــــــدونـــــــــــــــــــي


درنو او پتمنو هېواد والو  !


اسلام علیکم !


 د افغانستان اساسي قانون  د هېواد ټولو ماشومانو ته حق ورکړی دی چې په خپلو مورنیو ژبو زده کړې وکړی او د همدې قانون  له مخې د افغانستان جمهوری دولت دنده لری  تر څو  د هېوادماشومانو ته په خپلو مورنیو ژبو  د زده کړې لارې  اوارې کړي .دا په یوه ولسواکه ټولنه کې د هر ماشوم حق دی چې ژبې ته یې په درنه سترګه وکتل  شي او له نورو ژبو سره برابر حق  ورکړ شي .


   کابل د افغانستان  پلازمینه او داسې یو ښار دی  چې په هغه کې نیژدې  څلور ملیونه پښتانه هزاره، تاجک ، ازبک او نورو وروڼه  قومونه میشت دی . دا خلک حق لری  چې د قانون په وړاندې مساوی وي او هیڅوک د بل چا په حق تیری و نه کړي .


  دا چې د افغانستان د یوې  سوکاله ، نیکمرغه او ښې  راتلونکی په موخه  اوس د پوهنې وزیر  ښاغلی اتمر او نورو درنو  چارواکوته تاریخی او ملي دنده سپارل شوی ده ، چې په کابل  او د افغانستان په نورو  ښارونو کې ، ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته په پښتوژبه (او بیا وروسته په نورو سیمه ایزو یا خو ملی ژبو )زده کړه وشي ،دا ډیر یو په ځای ، قانونی ،منلی او منطقی اقدام دی او د هر هېواد پال افغان دنده ده چې پوره ننګه یې وکړی .
  دا چې  څو ورځې وړاندې د طلوع ټلویزیون له لارې د ولسی جرګې یو تن غړی  نجیب الله کابلی او حشمت غنی احمدزی  په خپلو څرګندونو کې د پوهنې وزارت له دې نیک اقدام سره مخالف وښود او د پوهنې وزیر یې په ملی خیانت (!) تورن کړ . د غازی محمد جان خان علمي او مشورتي ټولنه په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت ورته کړنې ستایي او ننګه یې کوی، نجیب الله  کابلی او حشمت غنی احمدزی ته وایی چې د افغانستان د اساسي قانون  دې پوره درناوی وکړی اود ټولنې واقعیتونو ته دې تن ورکړی او هغه دې په ورین تندی ومنی .


    د نوموړو کسانو په څرګندونو کې تر ډیره بریده  دښمنی ، تعصب ، کرکه او نفرت موجودوو او دا ډول بې بنسټه څرګندونې د هغو احساساتی کسانو له خولې څخه راوزي ،چې  نه ښه سابقه لری او نه یې په خبرو کې منطق، ژوره مطالعه ، پوهه ، تجربه او علمیت وی .


   ټولنه  پوره باور لری ، چې د افغان ولس غوڅ اکثریت د پوهنې وزارت کړنو او فعالیتونو ته د قدر په سترګه ګوری  اوپه دې برخه کې په ډیره مینه او اخلاص د ښاغلی اتمر ملاتړ کوی .


په ډیر درنښت


محمد نعیم حقمل
د ټولنې منشی


کابل – افغانستان د کال ۱۳۸۶ د عقرب د میاشتې ۱۰ نیټه