کور / خبرتیا او پيغامونه / کراچی:دملي تړون مېاشتنۍ مجله چاپ شوه

کراچی:دملي تړون مېاشتنۍ مجله چاپ شوه

درنو لوستونکو او خوږو ملګرو !


له هرڅه وړاندی دنوی کال مبارکی درته واېو هېله ده چی داکال دټولو افغانانو دنېک مرغی او سوکالی سوب وګرځی . زموږ دالومړنی ګڼه له ېوڅه ځنډه وروسته له چاپه راووتله چی لامل ېی له کار سره دپوره نه بلدتېا تر څنګ دملک کړکېچن او ترنګلی حالات هم وو . هېله ده چی زموږ عذر به ومنی .


هېله ده چی په راروان وخت کښی به دملک پر حالاتو او ددی حالاتو په ترڅ کښي دپښتون قام دمسلو او راتلونکی په اړوند زموږ مجله په خپلو لېکونو رنګېنه کړی . نوی لېکوالانو ته دا روښانه کول غواړو چی دپښتو دلېک دود او دپښتو دتکنېکی ستونزو په حلولو کښي  موږ د وس تر برېده له دوی سره مرسته کوو ، دوی دی په هېڅ وجه خپلی لېکنی نه دروی دملی تړون مجله ددوی په خدمت کښی ده . دکراچی او دټول سېند په اېالت کښی دپښتنو پر ستونزو موږ خبر کړی ، او دپښتنو پر راتلونکی هم باېد خپل نظرېات سره شرېک کړو .

 

کراچی دګرمو اوبو پر څنډه پروت ېو صنعتی ښار دی او صنعت د معېشېت او تجارت بنېاد دی او تجارت دمالېاتی پوزېشن د پېاوړتېا بنسټ دی نو داکتل پکار دی چی ددی ښار په صنعت کښي دپښتنو څه ونډه ده . ددی ښار په ټرانسپورټ کښی دپښتنو لوېه ونډه ېو ښه زېری دی خو ددی تر څنګ د خام مال په ډګر کښی پښتون تر بل هر چا غنی دی او هم دافرادی قوت نه برخه من دی چی دصنعت مټه بلل کېږی بېا پکار دادی چی په دی ډګر کښي هم پښتون خپله ونډه ولری .

 

له صنعت او بېا دصنعت په مټ دتجارت په بهېر کښی له ننی نړی سره دتماس او راشه درشی ېوه ښه باعزته لېاره ده . او هم دارنګه په کاروباری لهاز د ېو څو محدودو کاروبارونو په ډګر کښي چی موږ عموما له خپلو خلګو سره تل په مسابقه کښي ېو پکار دی چی له نورو قومونو سره دصنعت په ډګر کښی هم خپله ډغره ووهو . موږ به له خپل لوری تاسو ته پدی هکله مالومات پلاس درکوو .

 

 بل داچی اوسنی نړېوال تهذېب او تمدن دېو ځانګړی قام ېا ډلی مېراث نه دی بلکه دا دټول انسانېت شتمنی ده له دی هرڅه نه دځان خبرولو تر څنګ باېد خپل تارېخ دود ، ژبه او کلتور هم پرېنږدو . موږ ډېر غنی تهذېب او کلچر لرو ، ېواځی تر ېو څو جاهلانه دودونو ندی محدود چی ښه بېلګه ېی زموږ په ټولنه کښي دجرګو مرکو دود دی چی داوسنی جمهورېت او ډېموکراسی سره بېخی سمون خوری ، اوهم دارنګه پدی جرګو کښي دخپلی راېی او خپل ضمېر اظهار ېوه ښه دودېزه انګازه ده . چی دنوېو ملی او بېن المللی دساتېرو اساس دی .

 

 لدی سره موږ او تاسو په ګډه دپښتو د دودولو او پرمختګ لپاره نه ېواځی داچی دپرنټ او ان لاېن مېډېا له لاری به خپلی هڅی کوو بلکه  پخپله به دی ته ملا تړو چی ددی ژبی لپاره ځېنی درسی او علمی سېمنارونه او مکتبونه جوړ کړو ، چی پخله  خپل راتلونکی نسل ته  ګټی ورسوو . او هم داډول له دی لاری پدی وخت او راروان وخت کښي ېواځی او ېواځی د خپل قام او اولس دقامی ګټو او دقامی لانجو دحل لپاره دپښتنو نماېنده پارټېانی او تنظېمونه دی ته اړباسو چی پر خپلو هوډونو ودرېږی ، او دخپل منزل پرلوری دتلونکی کاروان مخه ډب نه کړی او اولسی هېلی بېنوا پری نږدی . ددی هېلو او امېدونو سره تاسو ته ښه راتلونکی غواړو .

اداری غړی
دسمون چاري      امان الله حليم شملزی.     03012497657
مرستيالان        محمدشاه خان مندوخيل      0300277337
سيديوسف آغا.                                        03002374120
صادق خان مندوخيل                                03003655994
کمپيوټري چاري   عبدالمقيم حليمي          03462542993    


نماينده ګان
کابل سيداحمدحيران           -700015648
کندهار سعدالله سعېد زابلی-799476289
دوبې  ډاکټرګل محمدخان    00971508449984
کوټه نصرالله زيری               03337808875
پيښور ضميرخان              00000000000