کور / خبرتیا او پيغامونه / د پوهنې وزير او محترمو وکيلانو ته

د پوهنې وزير او محترمو وکيلانو ته


لکه چې تاريخ ښېي قومونه او ولسونه ورځ په ورځ خپل کلتور، ژبي، عنعناتو، رواجونو او نورو انساني لاسته راوړنو ته متوجه کيږي او په اهميت يې پوهيږي. د دي يو علت دا هم دی چي په يوويشتمه پېړۍ کي چي د گلوبليزيشن يا د نړيوال کېدو پېړۍ ده د يو قوم د ژوندي پاته کېدو دپاره دغه پاس ارزښتونه ډېر مهم دي.


 اوس که خپلي اصلي موضوع ته چي بچيانو ته په خپله ژبه د هغوی د تدريس موضوع ده راشو، نو نن مې د بېنوا د کمپيوتري پاڼي په دېرشمه نېټه يو متن ولوست چي په لوستو يې ډېر خفه شوم. هغه په دې چي په يو هيواد کي يو وزير بايد د دې دپاره چي د اکثريت په ژبه يې د دې هيواد په پلازمېنه کي يو څو ښوونځي په پښتو ژبه خلاص کړي دي او له دې امله مجبور شوی دی چي د ملي شورا د دوو وکيلانو په مقابل کي د دې عمل څخه دفاع وکړي.


د محترم کابلي صاحب څخه خو څه گيله نه شته ځکه چي شايد غواړي د ژبي هغه برتر غوښتونکی او شووينستي سياست چي د افغانستان په تاريخ کې عملي شوی دی، ورته ادامه ورکړي. او يا دا چي ده ته داسې يو چا مشوره ورکړې ده چي غواړي دی بدنام او د خپل متعصب سياست دپاره يې استعمال کړي.


خو سوال محترم احمدزي صاحب ته راجع کيږي چي د يو احمدزي په صفت پښتو ليکل او لوست په ښوونځيو کي د نفاق عامل گڼي په داسې حال کي چي د پښتنو کوچيانو څخه په ملي شورا کې استازيتوب کوي. نو نه پوهيږم چي ولې د خپلې ژبي څخه داسې کرکه لري. او که خپله ژبه يې د کومو عواملو له مخې د لاسه ورکړې وي نو د نورو خلکو ماشومان دې نه مجبوروي چي د ده پيروي وکړي. لکه څنگه چي معلوميږي دی نام خدای د ښه استعداد خاوند دی او که له دې امله د کمي احساس لري نو اوس هم کولای شي چي خپله ژبه په ليک او لوست کي زده کړي. او که چيري دی غواړي چي پښتو له منځه يوسي نو په ملي شورا کي دې وړانديز وکړي چي د ټول افغانستان په ښوونځيو کي د پښتو ژبه چي شايد د ده په نظر د تدريس وړ ژبه نه وي، له منځه ولاړه شي.


تر څو د دوی په اصطلاح »ملي اتفاق« منځ ته راشي. او که داسې نه وي نو که يو پښتو ژبی ماشوم په کابل کي اوسيږي په داسې حال کي چي د همژبيو شمېر يې په دې ښار کي نيمايي او يا د هغه څخه زيات وي ولي دې ته مجبور شي چي په بله ژبه درس ووايي؟ که دوی دواړه محترم وکيل صاحبان د تعمليم او تربيې په برخه کې ډېر معلومات نه لري نو مهراباني دې وکړي او ملي شورا ته دې د تعليم او تربيې يو متخصص راوغواړي او پوښتنې دې ځني وکړي چي آيا د يو ماشوم د روحيې او ښې ودې دپاره په خپله ژبه درس ويل څومره مهم دي او د هغه په راتلونکي ژوند څه تاثرات لري. زه د ولس داسې استازو او د افغانستان داسې تلويزيوني شبکو ته حيران پاته يم چي تر اوسه په دې نه پوهيږي چي څه کار د ملي اتفاق او څه شی د ملي نفاق سبب گرځي.


 زما په نظر هغه څوک چي د دې تحمل ونه لري چي د کابل په ښار کي د سلونو ښوونځيو څخه يوازې په پنځو ښوونځيو کې په پښتو تدريس وشي د ملي نفاق اصلي عاملين دي. البته ټول افغانان پوهيږي چي د دغو پنځو مکتبو څخه دوه پخوا هم په پښتو وو، چي يوازې درې په کي زيات شوي دي. د پوهنې وزير صاحب ته په ډېر درناوي عرض کوم چي ټول هغه افغانان چي په دموکراسۍ، عدالت او ملي يووالي عقيده لري د دوی د دغسې اعمالو څخه په بشپړه توگه دفاع کوي.


د لوی خدای (ج) له دربار څخه درته کاميابي او سرفرازي غواړي. خو دا هم وايو چي خدای دې وکړي چي دغه کار يو نمايشي کار پاته نه شي. او لکه څنگه چي تاسو مهرباني کړې ده د افغانستان د اساسي قانون سره سم به خپل دغه قانوني او انساني عمل ته دوام ورکړئ تر څو د ټولو افغانانو حقوق په مساوي ډول اعاده شي. او په راتلونکي کي تاسو د يو سرلوړي افغان په صفت خپل راتلونکي ژوند ته په هر ځای او هر مقام کي چي ياست دوام ورکړئ. او په خپل ځان فخر وکړئ او خپل وجدان ته خجالت نه ياست. البته زما اساسي غوښتنه دا ده چي د کابل په نيمايي ښوونځيو کې په پښتو درس ورکړل شي او همدارنگه د دې زمينه مساعده شي چي ټول ځوانان اقلا د دې جوگه شي چي د دولسم ټولگي له فراغته وروسته په دواړو ژبو پښتو او دري د ويلو، لوستلو او ليکلو حاکميت ولري تر څو د لوړو زده کړو په برخه کي هم ژبني پرابلمونو ته د حل لاره هواره شي چي دغه ستاسو اقدم د دي مشکل د حل يوازنۍ لاره ده .