دامريکا او برتانيا بهرني وزيران افغانستان ته ورسېدل

34 | فبروري 7th, 2008


دامريکا دبهرنيوچارو وزيره کاندوليزارايس او دبرتانيا دبهرنيو چارو وزير ډيويډ ملي بينډ په ناڅاپي سفر افغانستان ته تللي دي دبرتانيا ديوه خبري اژانس په قول دواړه وزيران به په افغانستان کې دناټو ځواکونو له مشر تابه او دافغان چارواکو سره خبري وکړي . کاندوليزارايس تېره ورځ لندن کې دلوړپوړو چارواکو سره په دې موخه غږېدلې چه په افغانستان کې دناټو ځواکونو شتون ته لانوره پام لرنه وشي . ښايي دامريکا اوبرتانيا ددواړو بهرنيو وزيرانو راتګ به افغانستان ته په روان دوزره اتم کال کې دطالبانو په خلاف دنړۍ والي ټلوالي جګړه لانوره ګړندۍ کړي .



کاندوليزارايس د افغان لوړ رتبه مشرانو سره تر ليدني کتني وروسته د ايساف له يو شمېر ځواکونو سره هم ليده کاته وکړه ، هغې د ايساف ځواکونو سره د ليدني پر مهال په خبرو کي وويل چي افغانستان اوس د ناکامۍ له حالته وتلی دی  او نور  نو د ترهګو لپاره د امن ځای نه دی .  نوموړي زياته کړه چي موږ له افغانانو سره د هغوی د هيواد په بيا ابادولو کي مسرته کوو او موږ افغانانو ته د ژوند داسي شرايط برابر کړو چي په خپل هيواد کي په سوله او دموکراسي کي ژوند وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024