القاعدې دخپل وژل شوي ملګري دغچ ګواښ وکړ

34 | فبروري 7th, 2008


 دنړۍ والي شبکې القاعده پر انټر نېټ پاڼه ګواښ شوى چې القاعده شبکه به دخپل وژل شوي مشر ملګري غچ اخلي. ابوليث ال لبي په دې ورستيو کې په قبايلي سيمه کې ووژل شو . نوموړى په افغانستان کې دالقاعده ډلي موهم غړى او ددغې ډلي مشر اسامه بن لادن ته نېژدې سړى بلل کېده دى په وزيرستان کې تېره مياشت په يوه هوايي بريد کې ووژل شو . نوموړى دافغانستان سره سره په قبايلي سيمو کې خورا سرګرمه وو.    

Copyright Larawbar 2007-2024